د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د ناټو کانټینرونو سپیناوی غوښتی



د افغانستان کورنیو چارو وزارت له ناټو د هغو کانټینرونو وضاحت غوښتی چې څه موده مخکي یې د ارزګان د میزان ولسوالۍ تاخوم سیمې ته انتقال کړیدي.

د دې وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې په یاده سیمه کې وسله وال مخالفین فعالیت کوي او ناټو ځواکونه باید په دې اړه معلومات ورکړي چې په کانټینرونو کې څه وو.

دا وزارت وایې چې دوی په دې اړه په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندانۍ ته یو لیک هم استولی دی.

ناټوځواکونو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG