د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نوره ګراني نه زغمو"


نګهت اورکزۍ وايي، درو مياشتو کې دريم ځل دی، چې د پټرولو بییه څلور او پنځه روپې زياته شوله د ای ايم ايف ذمه وار خو ولس نه دی

که يو پلو ولس د حکومت نه غوښتنه کړيده چې د بجلې او پټرلو په نرخونو کې دې کموالې وکړې شي نو بلخوا د ملک سياسي ګوندونو هم د حکومت څخه غوښتې ده چې په فوري توګه دې په نرخونو کې د اضافې فيصله واپس واخستې شي.


په دې اړه د پاکستان پيپلز ګوند د خيبر پښتونخوا د صوبايې اسمبلې نماينده نګهت اورکزې مشال راډيو ته وويل چې پدې لږه موده کې دې حکومت درې ځل نرخونه اوچت کړل او پدې لړ کې به د دوی ګوند احتجاج هم کوي.

((په درې مياشتو کې دا دريم ځل دې، نه روپۍ زياتی کيږې او نه اټڼۍ. يو دم څلور او پنځه روپې زيات شي، د ای ايم ايف ذمه واره خو ولس نه دی. دوی به قرضې اخلي، هغه قرضې په کوم مد کې اخيستل کيږي ، د هغې ولس ته مالومات نشته چې هغه چېرته خرچېږي. نو موږ به نرخونو کې دې اضافې په باب خپل اواز اوچتو او د اسمبلۍ دننه او بهر به هم خپل احتجاج کوو))

دغه رنګ د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلې غړي اظهر خان جدون وينا ده چې اپوزيشن ګوندونو سره د دوی ګوند هم احتجاج کوي او د حکومت د دې فيصلې غندنه کوي.

((زموږ د ګوند هم دا موقف دې چې موږ دا زياتی بلکل نه برداشتوو او نور اپوزيشن ګوندونو سره به موږ هم احتجاج کو. لږ وخت وشو چې دوی مخکې هم داسې په ولس د ګراني بم غورځولی وو او وس يې بيا دغه کار وکړو . دا ډيره زياتي ده او پدې موږ د خپل ګوند يو غونډه به کوو چې مخکې به موږ کوم قسمه لاره خپلوو چې حکومت څنګه دا فيصله واپس واخلي))

هم پدې لړ کې د عوامي نيشل ګوند د صوبايې اسمبلې غړې سردار حسين بابک وايې چې هغوي به نن پدې سلسله کې يو قرار داد هم وړاندې کوي.

((عمران خان او نواز شريف به هم دا خبره کوله چې موږ به ارزاني راولو ، موږ به ګراني ختموو، خلکو ته به روزګار ورکو ،کرپشن به ختموو. ماسره ټکې نشته تاسو نن لاړ شي کليو ته هلته ژوند دومره بد حاله دې چې د هغې تصور نشي کيداې. په ټول عمر کې دومره بدحالې نه وه راغلې چې څومره اوس پدې څلورو مياشتو کې راغله ، او د دې پحقله به موږ نن په صوبايې اسمبلې کې قرار داد هم وړاندې کوو))

د ذکر ده چې تيره ورځ حکومت د يونټ په سر پنځه روپې او يوکم نوي پيسۍ اضافه کړې وه او دغه رنګ پټرولو نرخ يې هم اوچت کړې وو.
XS
SM
MD
LG