د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې د نېشنل یوت ارګنایزېشن امدادي هلې ځلې


د چاودنو له ژوبلو کسانو سره د ځوانانو ملي سازمان یا نيشنل يوت ارګنايزيشن مرستې


د تېر اتوار پر ورځ د پېښور په کیسه خوانۍ کې ۴۲ کسان په دوو بمي چاودنو کې وژل شو، په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې دا درېیم ځل دی چې په پېښور کې پرله پسې درنو چاودنو ګڼ کسان مړه او ژوبل کړل.


د دغه چاودنو د ځپل شویو کسانو د مرستې لپاره که یو خوا سرکاري ژغورندویه ډلې لګیا وې خو بلخوا د غير سرکاري ادارو ترڅنګ د پښتنو ځوانان هم په قلاره نه وو ناست.

په دغه ډله کې د ځوانانو ملي سازمان یا نيشنل يوت ارګنايزيشن چې د عوامي نېشنل ګوند دخېبر پښتونخوا کې څانګه ده، په پېښور ښار کې د تېرو درو لویو چاودنو وروستو د ژوبلو کسانو په راوېستلو او روغتونو ته په استولو کې او د دې ترڅنګ په چادونو کې یې د وژل شویو کسانو مړي خپلو کورونو ته په لېږلو کې مرسته کړې.


له مشال ريډيو سره په خبرو کې نيشنل يوت ارګنايزيش د خيبر پښتونخوا څانګې مشر سنګين خان وايي، د دوی د تنظيم غړو د سیټېمبر پر ۲۹مه نېټه په کیسه خوانۍ بازار کې له ترسره شوې چاودنو وروسته له امدادي هلوځلو سره سره د چاودنو په ځای کې د ماښا م له پنځه نيمو بجو څخه تر نهو بجو پوری احتجاجي مظاهره وکړه.

د دې مظاهرې پر اهدافو سنګين خان زیاته کړه:

((د مظاهرې لوی هدف د ترهګرۍ له لاسه په خلکو کې رامنځ ته شوې ویره ختمول وو))

سنګين خان وايي، که څه هم د دوی د مظاهرې هدف دا وو چې د بمي چاودنو ځپلو او ويرولو ځوانانو حوصلې لوړې کړي او هغوي په نفسياتي توګه مضبوط کړي خو د ده په خبره تر څو چې په پښتنو کې قامي شعور نه وي بېدار شوی او پر خپلو مسلو يې ځان نه وي پوه کړی نو تر هغې دوي د روانو چلنجونو په بشپړه توګه مخه نه شي نيولای:

((له ډېرې مودې راهېسې بېلابېل قوتونه د پښتنو خاوره د خپلو ګټو لپاره استعمالوي، او موږ په پښتنو ځوانانو کې دا شعور عاموو چې د بل د ګټو لپاره استعمال نشي))

د نېشنل يوت ارګنايزيشن د خېبر پښتونخوا څانګې مشر وايي په پښتنه ځمکه امن هله راتلای شي چې پښتانه ځوانان راپورته شي او د پاکستان چلونکي پر دې مجبوره کړي چې خپله د هيواد پالیسي بدله کړي او نور د پراکسي جګړې لپاره د وسلوالو ملاتړ پريږدي.

((نور دې د پاکستان ریاستي واکداران د کشمیر نیولو خوب پرېږدي، او په افغانستان کې د وسله والو ډلو له استولو لاس واخلي))

د عوامي نشنل ګوند د ځوانانو څانګې د خيبر پښتونخوا وياند حسن بونيری بيا وايي، د تير وخت په پرتله نن ځوانانو ته د باچاخان د عدم تشدد فلسفې خپلولو سخت ضرورت دی:

((که څه هم د باچا خان عدم تشدد فلسفه پخوانۍ ده، خو په پښتونخوا او سیمه کې روان تشدد او تاوتریخوالي ته په کتو د دې فلسفې خپلولو ضرورت تر بل هر وخت اوس ډېر زیات دی))

د چاودنو له غمڅپلو سره د ښارونو او کلیوالو سیمو ګڼ نور خلک هم تر خپله وسه مرستې کوي، څوک ورسره مالي مرسته کوي، ځېنې بیا د قبرونو کېندولو کې خپل همت کوي، همداسې یو تن بهادر خان هم دی چې د تير اتوار پر ورځ په پېښور کې د شوکدر د مټې مغل خېلو کلي د يوې کورنۍ د وژل شویو ۱۸ کسانو د قبر کېندلو کې یې خپله مرسته کړې.

دی وايي، د قبرونو په کېندلو ستړی شوی دی. دې حالاتو ته په کتو د باچاخان پېروکار او د نېشنل يوت ارګنايزيشن وياندحسن بونيري وويل هغه د بمي چاودنو ترسره کونکو ته خواست کوی چې د تشدد لاره پرېږدي او پر خپلو پښتنو وروڼو خويندو رحم وکړي:

حسن بونيري وايي که څه هم ځېنو نورو قومونو د باچاخان د عدم تشدد فلسفه خپله کړې ده خو د ده په خبره د يو سازش له لارې پښتانه له دې څخه بې برخې ساتل شوي دي.

حسن بونيري زياتوي په زرګونو ځوانان د ټولنيزې مېډيا له لاری د دوی غړيتوب ترلاسه کوي.

بلخوا د نېشنل یوت ارګنایزېشن جنرل سیکرېټري نعمان خان وايي، که څه هم د دوی د تنظيم د جوړيدو څه باندې درې مياشتې شوې دي او دوی لا هم د تنظيم سازۍ په عمل کې دي خو د دې باوجود دوی ځینې لاسته راوړنې کړي دي.

د عوامي نشنل ګوند د ځوانانو څانګې نشنل يوت ارګنايزيشن مشر سنګين خان وايي، دوی د باچان پېروکاران دي او پر دې پخه عقيده لري چې د پښتنو پر ځمکه به هله امن راځي چې پښتانه ځوانان د باچاخان د عدم تشدد فلسفه خپله کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG