د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:په مندوزیو کې د۵۰ میلیونه افغانیو د پروژو پیل


د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ثبات برنامې په چوکاټ کې د پنځوس میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې د پروژو کار پیل شو،

د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ثبات برنامې په چوکاټ کې د پنځوس میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې د پروژو کار پیل شو، د یادې برنامې مسوولین تمه څرګندوي، چې د نویو ټولګټو پروژو په پلي کیدو سره به په نوموړې ولسوالۍ کې د سولې او ټیکاو سره مرسته وشي.


د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت د ثبات برنامې په چوکاټ کې د یو شمېر ټولګټو پروژو کار پیل شو.

نوموړی پروګرام چې د کلیو پراختیا وزارت او USAID یو سایډ له خوا په ګډه پرمخ بیول کیږي، په هغو ولسوالیو کې چې هلته نا امنۍ او بې ثباتۍ ډیرې وي د کلیوالي شوراګانو سره په تفاهم کې فعالیت پیلوي، دوی به د نا امنیو لاملونه مشخص کوي او وروسته به د ناامنیو د مشخص شویو لاملونو د له منځه وړلو او په کلیوالي کچه د امن او ټیکاو د ټینګښت لپاره بیلابیلې پروژې پلي کوي.

هغه مراسم چې نن د سه شنبې په ورځ د یادې برنامې د کار د پیلیدنې په موخه د سولې شورا په انګړ کې جوړ شوي ول، په کې د یادې ولسوالۍ یو شمېر سیمه والو برخه درلوده، د برنامې مسوول وحید جان مشال راډیو ته په خپلو خبرو کې وویل،

د دې برنامې د تطبیق څخه یې موخه دا ده، چې په اړوندو سیمو کې د بې ثباتۍ لاملونه له منځه ولاړ شي او د خلکو په خوښه د شپږو میاشتو په موده کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت ټولګټې پروژې پلي شي:

((تاسو شاهد یئ، چې نن د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې د ثبات پروګرام رسماً پیل شو، د دې پروګرام په چوکاټ کې موږ ټولې هغه پروژې چې ټولګټې وي، د خلکو په ګټه وي او ډېر خلک ورځیني استفاده وکړي او د ملي پیوستون له چوکاټ سره برابرې وي، نو موږ دغه ډول پروژې هلته تطبیقوو.باید د دې پروژو د تطبیق له لارې موږ هغه د بې ثباتۍ د علتونو د له منځه وړولو یا د هغې دې د کچې د راټیټولو له پاره کار واخلو، په دې لاره کې د خلکو ملاتړ ډېر په زړه پورې دی، ډېری خلک موږ ته راځي او موږ سره په دې پروګرام کې ګډون کوی او دوی په خپله خپلې پروژې موږ ته په ګوته کوي او دوی به په خپله دا پروژې تطبیقوي او مالي حساب به يې هم د دوی ګډ اکاونټ ته داخلیږي.))

د نوموړې ولسوالۍ یو تن قومي مشر د ثبات برنامه د خلکو له پاره د سولې او امن په راوستلو کې ګټوره بولي او یو شمېر د اړتیا وړ پروژې داسې په ګوته کوي:

((زه شاولي خان د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي مشر یم، غواړم زموږ د ولسوالۍ له پاره چې نن کومه برنامه افتتاح شوه، دا زموږ د ولسوالۍ له پاره ډېره اهمه ده، ډېره مفیده ده، ځکه چې دا برنامه د سولې او ثبات له پاره ده، سوله او ثبات چې په یو ملک او منطقه کې وي، یوه ولسوالۍ کې وي، دا د خلکو او ولس له پاره ډېره مفیده ده، خو اهمې پروژې چې کومې زموږ په منطقې کې دي، هغه لکه پلونه، سربندونه، استنادي دیوالونه د سړکونو جوړونه دا زموږ له پاره ډېرې اهمې دي او باید پلي شي.))

د یادونې وړ ده، څه موده وړاندې د خوست په دریو نورو ولسوالیو کې هم ورته برنامې پیل شوې، چې ځايي چارواکي د یادو برنامو په پلي کیدلو کې د خلکو همکاري څخه رضایت لري، دا په داسې حال کې ده، چې یوازې څو ورځې د مخه د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکو مشال راډیو سره په خبرو کې ځايي اداره د بیارغونې په برخه کې یادې سیمې ته په ناپامۍ تورنه کړې وه.
XS
SM
MD
LG