د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: ۷ تنه وسلوال وژل شوي


د غزني ولایت د خوګیاڼیو او مقر ولسوالیو په مربوطاتو کې ۷ تنه وسلوال د ملي اردو سرتیرو په عملیاتو کې وژل شوي او دوه نور وسلوال يې ژوندي نیولي دي.


د غزني ولایت د خوګیاڼیو او مقر ولسوالیو په مربوطاتو کې ۷ تنه وسلوال د ملي اردو سرتیرو په عملیاتو کې وژل شوي او دوه نور وسلوال يې ژوندي نیولي دي.


په یادو عملیاتو کې د ملي پوځ پنځلس جوړې دریشۍ( یونفارم) او ګڼې سپکې او درنې وسلې همدارنګه یوه اندازه د وسلو مهمات د ملي اردو سرتیرو لاس ته لویدلي دي.

د تندر قول اردو مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بیګاه شپه څلور وسلوال د خوګیاڼیو په ولسوالۍ همدارنګه درې تنه وسلوال د مقر ولسوالۍ د کوه بند په سیمه کې وژل شوي او په همدې سیمه کې دوه وسلوال ژوندي نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د یو شمېر وسلو او مهماتو د نیولو یادونه شوې، خو د افغان سرتیرو د زیان په اړه په کې څه نه دي ویل شوي.

د وژل شویو کسانو په اړه کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG