د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کیسه خوانۍ وران بازار په سرکاري لګښت جوړېږي


د کیسه خوانۍ کنډکپر بازار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:00 0:00

د کیسه خوانۍ کنډکپر بازار

"وزیر اعلا راته هدایات کړی چې د دوکاندارانو د زیان تخمینه دې واخلي او د هغوی د ازالې یا جبران لپاره دې ډلې جوړې کړي."

پېښور: د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک اعلان کړی دی چې په کېسه خوانۍ بازار کې د یکشنبې پر ورځ له بمي چاودنو وران شوي دکانونه به صوبايي حکومت پخپله خرچه جوړوي او په دوکانونو کې د خلکو سامانونو او مالونو ته د اوښتي زیان به حکومت تخمینه اخلي او مالکانو ته به یې معاوضه هم ورکوي-


له وزیر اعلا سیکرېټریټه په خپاره شوي یوه بیان کې راغلي چې اعلا وزیر بېګا ماښام د کېسه خوانۍ بازار دوره وکړه او هلته یې له اغېزمنو شویو دوکاندارانو سره له خبرو روستو دا اعلان وکړو- او د پېښور مرستیال کمیشنر ته یې امر کړی چې سر له ننه دې پر دې امر کار پېل کړي.

د پېښور مرستیال کمیشنر ظهیر الاسلام مشال ریډیو ته وویل((وزیر اعلا راته هدایات کړی چې د دوکاندارانو د زیان تخمینه دې واخلي او د هغوی د ازالې یا جبران لپاره دې ډلې جوړې کړي. یو ټیم به د تعمیرات او کار ادارې (سي این ډبلیو) څخه وي چې هغه به د دکانونو ودانیو ته د اوښتي زیان حساب کتاب لګوي او بله ډله به د ډپټی کمشنر تر څار لاندې جوړېږي چې هغه به د دکاندارانو د مالی زیانونو حساب کتاب جوړوي، نو دا د زیانونو تفصیلات چې موږ ته میلاو شي، بیا به د وزیر اعلا د هدایاتو مطابق پرې عمل کوو))

وزیر اعلا پرویز خټک پر داسې مهال اعلان کوي چې پرون او وړمه ورځ په كیسه خوانۍ بازار کې تاجرانو په یو احتجاجي لاریون کې پر حکومت نیوکې کولې چې حکومتي لوړپوړي چارواکي یې تپوس ته نه دي ورغلي. او د پېښور تاجرانو د حکومت پر ضد نعرې وهلې چې یا دې دوی ته تحفظ ورکړي او یا دې حکومت پرېږدي.
XS
SM
MD
LG