د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ميدان وردګو کې ۵ وسله وال وژل شوي


د ميدان وردګو په څو ولسواليو کې له تېر شپې راهيسې د طالبان پر ضد عمليات پيل شوي او په ځينو سيمو کې بيا له وسله والو سره مخامخ نښتې شوې دي،

د ميدان وردګو په څو ولسواليو کې له تېر شپې راهيسې د طالبان پر ضد عمليات پيل شوي او په ځينو سيمو کې بيا له وسله والو سره مخامخ نښتې شوې دي، چې پکې چارواکي د پنځو تنو وسله والو د وژلو او اتو تنو نورو د ټپي کولو دعوه کوي.


دوی وايي، په وژل شويو کسانو کې د طالبانو يو سيمه ييز قومندان هم شامل دی.

چارواکي وايي، بهرنيو او افغان سرتېرو د طالبانو پر ضد عمليات په نرخ ولسوالۍ کې کړي او په دې سربېره په چک او جلرېز کې بيا له طالبانو سره نښتې شوې، چې په کې د يو سيمهييز قومندان په ګډون پنځه تنه وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

په عملياتو کې د طالبانو وژل شوی قومندان ملا عيسی خان نومېږي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، له ملا عيسی خان سره د هغه يو بل ملګری هم وژل شوی دی.

دی وايي، له طالبانو سره په نښتو کې د ملي اردو يو سرتېری او يو بل عام وګړی هم وژل شوي دي.

"د نرخ ولسوالۍ په خواجه کاریز سیمه کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو لوړ پوړی قوماندان عیسی خان وژل شوی او یو بل ملګری یې ټپي شوی. همدا رنګه دوه نور طالبان هم په نورو پېښو کې وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. په چک کې بيا د ملي اردو يو سرتېری وژل شوي او په يوه بله نښته کې بيا دوه تنه وسله وال وژل شوي او يو بل ژوبل دی."

طالبانو لا تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

څلور ورځې وړاندې هم بهرنيو سرتېرو د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې عمليات کړي وو، چې پکې د يو قومندان په ګډون اووه تنه وسله وال وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG