د لاسرسي ځای

تازه خبر

"زلزله ځپلي خواړه نه لري"


د بلوچستان اواران کې زلزله ځپلي ماشومان
د بلوچستان اواران کې زلزله ځپلي ماشومان

بلوڅ وسله وال نه غواړي چې حکومتي مرستندويه ډلې، پوځ او ملیشه ځواکونه دې امدادي کارونه نه کوي. او هم خلکو ته وايي چې مه يې پرېږدئ.


د بلوچستان په بلوڅ مېشته آواران سیمه کې زلزله ځپلو ته لا هم هيڅ امداد رسېدلی نه دی. د آواران په ماشکې سیمه کې له ځايي خبریال عبدالطیف بلوڅ سره د مشال همکار خدای نور ناصر مرکه کړې، او په لومړي سر کې يې ورڅخه د امدادي کارونو د حال پوښتنه کړې... لطیف بلوڅ يې په ځواب کې وايي...


مشال راډيو: که دا راته ووایاست چې د زلزلې تر يوې اوونۍ زیات وخت وشو، دا وخت که په سیمه کې د امدادي کارونو په اړه راته ووایاست، چې څنګه روان دي، شته هم او که نه؟

عبدالطیف بلوڅ: د څلرويشتم تاریخ تر زلزلې وروسته تر اوسه پورې امدادي کار د نیشت برابر دی. د حکومت له لوري خو ادعاوې بیخي زیاتې کېږي، لاکن په حقیقت کې دلته په ميدان هېڅ هم نشته. دلته بې له سر و سامانه خلک پراته دي. دا خلک نه د سر د سايې لپاره چت لري او نه هم کوم بل سهولت ورکړل شوی. تر ننه پورې يوه امدادي ډله هم نه ده را رسېدلې.

مشال راډيو: لطیف بلوڅ صیب تاسو وایاست چې هيڅ يوه امدادي ډله هم دلته نشته. آيا يواځې حکومت مرستندويه ډلې نشته، که نادولتي موسسې هم نشته؟ د نادولتي موسسو مرستندويه ډلې در رسېدلې دي که یه؟

عبدالطیف بلوڅ: تر ټولو لویه ستونځه دا ده چې حکومت په خپله دلته په امدادي کارونو کې خنډ اچوي. ځکه چې دلته بلوڅ وسله وال نه غواړي چې حکومتي مرستندويه ډلې، پوځ او ملیشه ځواکونه دې امدادي کارونه نه کوي. او هم خلکو ته وايي چې مه يې پرېږدئ. د نادولتي موسسو ځنې ډلې د سروې لپاره راغلې وې، خو نورې مرستندويه ډلې يې بیا حکومت نه پرېږدي، چې راشي او دلته امدادي کارونه وکړي.

مشال راډيو: که دا راته ووایاست چې دلته ځيني داسې راپورونه راغلي وو، چې زلزله ځپلې مېرمنې نه غواړي چې دلته خپلې درملنې په نارینه و ډاکترانو وکړي. په دې کې تر کومه ځايه حقیقت دی، او بل دا چې ښځينه ډاکترې شته که یا په سیمه کې چې د مېرمنو درملنې وکړي؟

عبدالطیف بلوڅ: دلته په مشکې کې خو هيڅ څوک هم نشته. البته په آواران کې يوه ځايي ښځينه ډاکتره ده چې هلته کار کوي، نورې نشته. هو نارینه ډاکتران شته، چې هلته د زلزله ځپلو په درملنه بوخت دي. او هغه هم يواځې لومړنۍ درملنې ورکوي، نور دلته تر اوسه پورې لا هم د ایکسرې کولو او داسې نور سهولیات نشته. او هم ښځينه ډاکترې د نیشت برابرې دي.

مشال راډيو: نو داسې چې تاسو واياست ښځينه ډاکترې نشته، نو آيا دا زلزله ځپلې مېرمنې په نارینه و ډاکترانو خپل علاج کوي، که يې انکار کړی دی؟

عبدالطیف بلوڅ: نه انکار خو نه شي کولای ځکه چې دا وخت په مصیبت کې دي. او بل دا چې ځينه بیا داسې هم شته چې د بلوڅو د روایاتو مطابق هغه نه غواړي چې د خپلو مېرمنو علاج په نارینه و ډاکترانو وکړي. او اوس ډېري داسې ژوبل شوي کسان يا ناروغان موږ مجبوره يو کراچۍ او نورو سیمو ته يې استوو. او بله کومه چاره مو نشته.

مشال راډيو: په آخر که په دې اړه لږ مالومات راکړئ چې په داسې قدرتي افتونو کې ماشومان او ښځې ډېرې متاثره وي، اوس په سیمه کې د ماشومانو او ښځو څه حال دی. دا که راته ووایاست؟

عبدالطیف بلوڅ: د ماشومانو او ښځو هم همدا حالت دی، چې د سر د سايې لپاره هيڅ نشته. له دې سره د خوراک څښاک لپاره هم هېڅ نه لري، انتهايي په بد حالت کې دي. او انتهايي په بد حالت کې په ژوند تېرولو مجبوره شوي دي. اوس خو دلته بېخي زیاته ګرمي ده. نو خلکو تر ټولو زیات د خیمو او خوراکي موادو ضرورت دی. چې دلته په دې دواړو کې هېڅ هم نشته.
XS
SM
MD
LG