د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تحفظ راکړﺉ یا حکومت پرېږدﺉ"


"تحفظ راکړﺉ یا حکومت پرېږدﺉ"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:00 0:00

په کیسه خوانۍ کی تاجرانو یو احتجاجی لاریون هم راواېستلو او له حکومته یې د سرساتنې او تحفظ غوښتنه وکړه.

د پېښور په کیسه خوانۍ کی د چاودنې پر دویمه ورځ، کیسه خواني، خیبر بازار، یاد ګار چوک او اندرشېر په ګډون د ښار ګڼ نور بازارونه په احتجاج تړل شوي دي. په کیسه خوانۍ کی تاجرانو یو احتجاجی لاریون هم راواېستلو او له حکومته یې د سرساتنې او تحفظ غوښتنه وکړه.


د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د دوشنبې پر ورځ له چاودنې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۲ تنو ته رسېدلی دی. او دا مهال په روغتون کې نژدې ۵۲ ټبیان تر درملنې لاندې دي. د لېډي ریډینګ روغتون چاوراکي وايي، چې ۵۰ تنه یې له درملنې وروسته فارغه کړي دي.

د پېښور پولیسو مشر وايي، د پېښې پلټنې یې شورو کړی او ځېنې مشکوک کسان ېې هم نیولي دي.
XS
SM
MD
LG