د لاسرسي ځای

"تحفظ راکړﺉ یا حکومت پرېږدﺉ"


د پېښور په کیسه خوانۍ کی د چاودنې پر دویمه ورځ، کیسه خواني، خیبر بازار، یاد ګار چوک او اندرشېر په ګډون د ښار ګڼ نور بازارونه په احتجاج تړل شوي دي. په کیسه خوانۍ کی تاجرانو یو احتجاجی لاریون هم راواېستلو او له حکومته یې د سرساتنې او تحفظ غوښتنه وکړه. د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د دوشنبې پر ورځ له چاودنې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۲ تنو ته رسېدلی دی. او دا مهال په روغتون کې نژدې ۵۲ ټبیان تر درملنې لاندې دي. د لېډي ریډینګ روغتون چاوراکي وايي، چې ۵۰ تنه یې له درملنې وروسته فارغه کړي دي. د پېښور پولیسو مشر وايي، د پېښې پلټنې یې شورو کړی او ځېنې مشکوک کسان ېې هم نیولي دي. پېښور کې د مشال خبریا غلام غوث یې ويډیو وېستلې

XS
SM
MD
LG