د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (حبیبیار وايي، ږیره د ترهګرۍ نښه نه ده)


عبدالرب حبیبیار
عبدالرب حبیبیار

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


دا ځل مو په خپرونه کې ځوان فوټوګرافر یا انځورګر عبدالرب حبیبیار مېلمه کړی دی.

حبیبیار له آره د افغانستان د لغمان اوسېدونکی دی خو اوس د خیبر پښتونخوا په پېښور کې اوسي.

ده په پېښور کې د سېپټېمبر پر ۲۳مه نېټه د خپلو انځورونو نندارتون هم جوړ کړی وو.

د سېپټېمبر ۲۱مه د امن نړیواله ورځ ده.

حبیبیار وايي، دی غواړي د خپلو انځورونو له لارې نړۍ ته د خپلې سیمې د اوسېدونکو د سوله خوښۍ څېره وښيي.

دی وايي، په پوهنتون کې یې انفرمېشن ټیکنالوجي لوستې ده.

دی وايي، په ۲۰۰۳ز کال کې په لومړي ځل کیمره واخیسته. دی وايي، ملګرو هم وهڅاوه چې عکسونه واخلي.

حبیبیار وايي، دی په افغانستان کې د ((ځوانان په عمل کې)) ټولنې غړی دی.

نوموړی وايي، دی نه پوهېږي چې د ده عکسونه به ریښتیا هم امن راولي او که نه خو دا ده چې دی نړۍ ته ښودل غواړي چې څادر، خولۍ او ږیره د ترهګرۍ نښه نه ده.

دی وايي، د ده انځورونو د ده او د ده د ملګرو په ژوند او فکر کې تغیر راوستای دی.

له حبیبیار سره د خبرو تر څنګ مې په خپرونه کې د تل په څېر سندرې هم درته راوړې دي.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG