د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان و پاکستان سوداګریزې خونې تجارت پراخوي


خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

کراچۍ - د پاکستان او افغانستان د ګډو سوداګریزو خونو دویمه کالنۍ غونډه د خالي (شنبې) پر ورځ په کراچۍ کې وشوه.


د دغه اطاق نوي ټاکل شوي مشر خان جان الکوزي مشال راډیو ته وویل غونډه په دې موخه ترسره شوې چې ددواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراختیا ومومي او په دواړو ترهګرۍ ژپلو هیوادونو کې د جنګ پر ځایې کاروبارونه وده ومومي.

((اوس پاکستان هم د افغانستان له خاورې مرکزي اسیا ته ټرانزټ کوي او د هر کال په سلګونو ټنه سیمټ،میوه ، بوره او نور شیان دغو هیوادونو ته استوي . له دغو ځایونو هم کویله ،کرومایټ او نور شیان د افغانستان له لارې پاکستان ته راځي .ددې ګډ چیمبر یا اطاق له لارې په سېمه کې سوداګرو ته ورپیښې ستونزې تر ډېره بریده راکمی شوي دي ، اما ټولې ستونزې نه دي حل شوی . یوه لویه ستونزه مونږ ته داده چې د افغانستان او پاکستان دولتونه زمونږ اقتصادي قرارداتونو ته په اقتصادي نه بلکې په سیاسي سترګه ګوري))

د هغه په خبره د پاکستان او افغانستان ګډ تجارتي اطاق په هڅو څه موده مخکې د پاکستان پخواني لمړي وزیر راجه پرویزاشرف په حکم دوه نیم زره کنټیرونه خوشي شوي ددې ترڅنګ دغه کډ اطاق یو شمیر نور داسې پلانونه هم لري چې له امله به یې په سیمه کې کاروبار ښه شي.

((اوس مونږ له پاکستان سره هر کال ۲،۵ بیلیونو ډالرو په ارزښت کاروبار کوو، که چرته دا مناسبات ښه شي نو دا کاروبار تر ۵ بیلونو ډالرو پراخیدلای شي.بیا هم دا ګډ چیمبر خپلې هڅې کوي او زمونږ پر وړاندیز او فشار دواړه هیوادونه په دې سلا شول چې په کونړ کې د بریښنا بند جوړ شي . که دغه بند جوړ شو نو ۳،۵ زره میګاواټه بجلي ترې پیدا کیدلی شي او له دې بریښنا څخه د دواړو خواو ولسونه ګټه پورته کولی شي))

د خان الکوزي په وینا د کراچۍ له لارې افغانستان ته د کیدونکي کاروبار سره ګڼ شمیر پښتانه منسلک دي او که له دې سېمې څخه کاروبار سوداګرو ته د ورپيښو ستونزو له امله بل ځایې ته منتقل شي نو د ډیورنډ په کرښه پرتو قبایلو باندې ددې بدې اغیزې پریوتلی شي.

نوموړي زیاته کړه د پاکستان او افغانستان د ګډ تجارتي اطاق د مشر په توګه په هغه هڅه کوي ددواړو هیوادونو د چارواکو سره په تماس کې اوسي ترڅو د سېمې د سوداګرو ستونزې حل کړي او په راتلونکي کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کاروبار ۵ بلینو ډالرو ته پراخ کړي.
XS
SM
MD
LG