د لاسرسي ځای

تازه خبر

دولت د ترهګرۍ مخنیوي کې تر اوسه ولې بریالی نه شو؟


پراګ - په داسې حال کې چې د صوبايي او مرکزي حکومت غړي د ترهګرۍ پر ضد د یوې قامي پالیسي په جوړولو او عملي کولو بیانونه ورکوي، د پښتنو مرکزي ښار پېښور یو ځل بیا د ترهګرو بریدونو ښکار شوی دی.


د اتوار پر ورځ د قصه خوانۍ په تاریخي بازار کې غبرګو بمي چاودنو له ۳۰ زیات کسان وژلي او له ۹۰ زیات یې ژوبل کړي دي.

تر دې مخکې د عیسویانو پر کلیسا برید هم د ګڼ شمېر بې ګناه خلکو ارمانونه له خاورو سره خاورې کړل.

پوښتنه دا ده چې د ترهګرۍ دا لړۍ به تر کومې روانه وي؟ او د پاکستان دولت یا ریاست تر اوسه د ترهګرۍ په مخنیوي کې ولې پاتې راغلی دی؟

د جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا امیر پروفیسر محمد ابراهیم خان وايي، په دې لړ کې ټول واک د پاکستان له پوځ سره دی.

دی وايي، لومړی خو دا نه ده مالومه چې دا څوک دي چې دا کارونه کوي. د ده په خبره، د پاکستان پوځ او ادارې تر اوسه په دې کې نه دي بریالي شوي چې دا کسان چېرې دي؟

دی وايي د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه ((پوځ به فیصله کوي، صوبايي حکومت خو دا نه شي کولای.))

خو د خیبر پختونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسین بابک وايي په صوبه کې د عمران خان په مشرۍ حکومت یا خو ډېر زیات وېرېږي او یا يې له وسله والو سره څه پټه معاهده کړې ده:

((دا د عمران حکومت چې دی دا یا خو [له وسله والو] ډېر زیات وېرېږي. او یا داسې ده چې دوی له [ترهګرو] سره [تړون] کړی دی چې دوی به راځي او دلته به واردات کوي.))

بابک وویل، دې جنګ ته دوی ځکه خپل جنګ وايي چې په کې د دوی خپل بچي وژل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د ده ذهن پر دې خبرې نه پوهېږي چې دا ((غیر ذمه واره)) خلک دا د امریکا جنګ بولي.


د خیبر پختونخوا د حکومت استاذي وخت په وخت وايي چې له وسله والو طالبانو سره په خبرو اترو کې د ځنډ له کبله د تره ګرۍ پېښې ډېرې شوې دي او باید په ټول ګوندیزه غونډه کې د شویو پرېکړو عملي کولو له پاره ګامونه پورته کړل شي.

خو د سیاسي او سیمه ییزو چارو ځېنې پوهان بیا وايي چې دا له ریښتیا د تښتېدو بهانې دي ځکه چې وسله وال ټولي د پاکستان دولت او دستور یا ایین نه مني او له ریاست سره خبرې اترې په خپلو شرایطو کول غواړي.

د تره ګرۍ د تازه پېښو پر ضد د صوبايي او مرکزي حکومت ردعمل څه دی؟ په دغه اړه د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر خادم حسین وايي چې که مرکزي حکومت دی او که صوبايي حکومت دې ټولې ترهګرۍ او سختدریځۍ ته په دې نظر ګوري چې دا د خلکو، حکومت او ادارو غلطۍ دي او وسله وال، چیچن ترهګر، ازبک وسله وال او نورې ډلې ذمه واره نه بولي.

دی وايي، صوبايي حکومت په ځانګړي او مرکزي حکومت په عمومي توګه د حل لارې چارې هم نه لټوي.


په جنوبي ایشیا کې د تره ګرۍ په پېښو نظر ساتونکې ادارې ساوت اېشیا ټیرر ازم پورټل له شمېر سره سم په پېښور کې د روان کال د جنورۍ د میاشتې له وړومبۍ نیټې تر د سېپټېمبر وړومبۍ نېټې په تره ګرو بریدونو کې ۲۰۴ کسان وژلي دي.

په دې کې د ډېرو بریدونو پړه د پاکستان وسله والو طالبانو منلې ده.
XS
SM
MD
LG