د لاسرسي ځای

تازه خبر

داسې تاثر دی چې د وسله والو ضد به عملیات وشي، شېرپاو


پراګ - د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې په دوو چاودنو کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي.


دواړه چاودنې د قصه خوانۍ بازار دننه له خان رازق تاڼې سره نېږدې شوې دي.

چارواکي وايي، په دې پېښو کې شا و خوا ۸۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

په وژل شویو او ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په تېره څه د پاسه یوه اوونۍ کې دا درېیمه لویه پېښه ده چې په پېښور کې یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله ور په برخه کړه.

که څه هم د پاکستان تحریک طالبان د دې حملو پړې نه دي منلې. له دې سره سره په هغه هیواد کې له وسله والو سره د روغې جوړې خبرو عمل په اړه هم بحثونه روان دي.

په دې لړ کې مې د قامي وطن ګوند مشر، د خیبر پښتونخوا د اېتلافي حکومت غړي او د پاکستان د کورنیو چارو له پخواني وزیر افتاب احمد خان شېرپاو سره خبرې وکړې.

له ده مې پوښتنه وکړه چې یو پلو ته حکومت له وسله والو سره د سولې خبرو اشارې ورکوي، بل خوا ته دا ډول پېښې کېږي، خلک وژل کېږي، خو هیڅ نه مالومېږي چې څوک دا کسان وژني، دا کسان ایا په یوې خلا کې نه وژل کېږي؟

شېرپاو وویل، دا سمه ده چې تر ټول ګوندیزې غونډې وروسته دوی له طالبانو سره د خبرو کولو ویلي ول خو تر اوسه هیڅ خبرې نه دي شوې. دی وايي، په دې ډول حالاتو کې د خلکو نظر هم بدلېږي او خلک په تشویش هم اخته دي.

شېرپاو وویل که چېرې نا امني همداسې روانه وي نو د خبرو له پاره بیا ماحول او فضا نه جوړېږي.

دی وايي، دوی نواز شریف ته مینډېټ ورکړی دی چې خبرې دې وکړي.

د خیبر پښتونخوا په اېتلافي حکومت کې برخه لرونکی شېرپاو وايي، دا سمه ده چې د خلکو د ژوند او مال ساتنې ((بنیادي ذمه واري د صوبايي حکومت ده، په دې کې هیڅ شک نه شته.))

شېرپاو زیاته کړه چې دا د نا امنۍ زیاتېدو له کبله داسې تاثر جوړېږي چې د وسله والو پر ضد به عملیات وشي.

له شېرپاو سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG