د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور چاودنې، له ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي


د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې دوه چاودنې شوې دي.


دواړه چاودنې د اتوار (یکشنبې) پر سهار تر ۱۱ بجو وروسته د قصه خوانۍ بازار دننه له خان رازق تاڼې (پخوا کابلۍ تاڼه بلل کېده) سره نېږدې شوې دي.

د پېښور ډي سي او ظهیر الاسلام له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل چې په دې پېښه کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي.

دی وايي، په دواړو چاودنو کې ۸۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

د پېښور کمېشنر صاحب زاده انیس وايي، یوه چاودنه د موټر په وسیله شوې ده.

په پېښور کې د مشال راډیو خبریال وايي، د چاودنو له ځای سره یو هوټل اور اخیستی، د شربتونو د یوه دوکان چت پرېوتی دی او د سپرلیو یوه سوزکي ګاډي هم اور اخیستی دی چې په کې نهه ښځې سپرې وې.

په بازار کې موجود کسان او چارواکي وايي، په سوزکۍ کې سپرې ټولې ښځې وژل شوې دي.

دا په یوه اوونۍ کې په پېښور کې درېیمه لویه پېښه ده چې په کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ژوبل دي.

تر اوسه د چاودنې پړه چا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG