د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې تازه زلزله، ۱۰ وژل شوي دي


د کوټې په شمول په آواران، خضدار، چاغي، پنجګور او ډېری نورو سیمو کې د شنبې په غرمه بیا هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي، چې د ریکټر په کچه يې شدت شپږ اعشاریه اته ښوول شوی،ځيني پاکستاني رسنۍ وايي په ننۍ زلزله کې هم لس تنه مړه شوي، خو د بلوچستان حکومت ویاند جان محمد بليدي يې مشال راډيو ته نه ترديد او نه هم تاييد وکړ.


د آواران د ګشګور سیمې يوه اوسېدونکي جاوېد داد د ټيلي فون له لارې مشال راډيو ته وویل ننۍ زلزلې په سیمه کې څه نه اړولی، خو دده په خبره د سې شنبې تر زلزلې وروسته نن څلورمه ورځ هم هیڅ امدادي سامان ورکړل شوی نه دی.

((نه په ننۍ زلزله کې څه زیان نه دی رسېدلی. معمولي ټکانونه مو احساس کړو، خو ډېره زیاته نه وه. تر کومه ځايه چې د مرستو خبره ده، نو تر اوسه پورې هيڅ هم موږ په رسېدلي نه دي. البته د ګشکور په بازار کې خلکو ته مرستې ورکړل شوې دي، لاکن دلته په دلې بازار کې تراوسه هم هیڅ نه دي راکړل شوي. امدادي کارکوونکي راغلي، چې هغه راته وايي د امدادي سامان موټر هم اوس راغی او اوس به امداد درکول پېل کړو.))

له دې سره چې حکومتي چارواکي ادعا کوي، په اوتهل او شاوخوا نورو نيژدو سیمو کې يې ځايي روغتونه فعاله کړي، او هم هلته د ژوبل شويو کسانو درملنه کېږي، خو لا هم چارواکي په آواران سیمه کې له ناامنۍ سر ټکوي، او وايي چې پر امدادي ډلو تر بریدونو وروسته لا هم په دې کې بریالي شوي نه دي، چې ټولو زلزله ځپلو سیمو ته ورسېږي. د صوبايي حکومت ویاند جان بليدي وايي دې بریدونو له سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي.

((په بنیادي توګه چې په آواران کې کومه د امن و امان ستونځه ده، هغه موږ ډېر پرېښانه کړي يو. که چېري د امن و امان دا حالات نه وای، نو نن به موږ تر ډېره ځايه په قابو موندلی وای. او ټولو سیمو ته زموږ لاس رسی وو.))

د ویلو وړ ده چې د روانې مياشتې په ۲۴ مه نېټه د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې زلزلې ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسولي وو، چې د چارواکو په خبره په دې زلزله کې د مړو شويو شمېر تر پنځه هم اوښتی، او په سلګونو نور لا هم ټپيان دي.
XS
SM
MD
LG