د لاسرسي ځای

اواران زلزله، د وژل شویو شمېر ۵۱۵ ته لوړ شو


د بلوچستان په اواران کې د په راغلې زلزلې کې د وژل شویو شمېر ۵۱۵ ته لوړ شوی دی.

د بلوچستان د حکومت یوه چارواکي بابر یعقوب چې د جمعې پر ورځ یې د زلزله ځپلې سیمې اواران لیدنه وکړه، د مړیو شمېر تایید کړ.

په اواران کې د وسله والو هلو ځلو د ژغورنې او مرستو چارې له ګواښ سره مخامخې کړې دي.
په بلوچستان کې بلوڅ ملتپاله وسله وال د پاکستاني امنیتي سرتېرو پر ضد جنګېږي او دې ته د ازادۍ د جګړې نوم ورکوي.
اواران او شا و خوا سېمې کېچ، خضدار، خاران، ګوادر، پنجګور او چاغي د ملت پالو بلوڅو مرکزونه دي.
د اواران اوسېدونکي شکایت کوي چې د سې شنبې له ورځې راهیسي ورته تر اوسه له بهره مرستې نه دي رسېدلې او په خپله له ستونزو سره مقابله کوي.
XS
SM
MD
LG