د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریې کېمیاوي وسلو پر تباه کولو سلا وشوه


 د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړي د سوریې کېمیاوي وسلو د تباه کولو پر مسوده هوکړه لیک کوي. ۲۶/۰۹/۲۰۱۳
د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړي د سوریې کېمیاوي وسلو د تباه کولو پر مسوده هوکړه لیک کوي. ۲۶/۰۹/۲۰۱۳

امریکا او روس د دې پرېکړه لیک عملي کولو پر څرنګوالي له یو بل سره اختلاف درلود چې په نتیجه کې یې په دې اړه مذاکرات له حده زیات وځنډېدل.

د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو په چارشنبه د هغه پرېکړه لیک پر مسوده موافقه وکړه چې؛ د سوریې کیمیاوي وسلو د له مینځه وړلو غوښتنه په کې شوې.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل چې؛ یو ګډ پوهاوی ترلاسه شوی او د امریکا د بهرنیوچارو وزارت یوه چارواکي وویل چې؛ پوهاوی یو پرمختګ و.

امریکا او روس د دې پرېکړه لیک عملي کولو پر څرنګوالي له یو بل سره اختلاف درلود چې په نتیجه کې یې په دې اړه مذاکرات له حده زیات وځنډېدل.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې سامانتا پاور وویل؛ له روس سره د شوي تړون له مخې د سوریې حکومت قانوني پابند دی چې د خپلو کیمیاوي وسلو زېرمې به له مینځه وړي:

"دا پرېکړه لیک د هغو وسلو د کتګورۍ له مینځه وړل ضروري کوي چې د سوریې حکومت په ظالمانه او پرله پسې ډول د خپلو خلکو پر ضد کارولې. دا پرېکړه لیک به په ډاګه کړي چې د نه همکارۍ په صورت کې به له پایلو سره مخامخ شي. دا ډېره مهمه ده."

د آژانسونو د راپورونو له مخې د پرېکړه لیک په مسوده کې په هغه صورت کې چې دمشق د متحدوایالاتو او روسیې له توافق سره سم د خپلو کیمیاوي وسلو زېرمې د نړیوالو څارنې ته ونه سپاري، نو د ملګروملتونو د منشور له اووم څپرکي سره سم د دې هېواد پرضد د بندیزونو یا د پوځي اقداماتو د کارولو احتمال یادونه نه ده شوې او د دې ډول اقداماتو لپاره د امنیت شورا یو بل پرېکړه لیک په کار دی.

تمه ده چې د دې پرېکړه لیک د مسودې په اړه نن په امنیت شورا کې رایې واخیستل شي.

سوریې له هغه وروسته د خپلو کیمیاوي وسلو د له مینځه وړلو له غوښتنې سره موافقه وکړه چې امریکا د دمشق ښار په څنډو کې پر ولسي وګړو د سارین ګاز له یوې حملې وروسته د دې هېواد پرضد د پوځي اقدام ګواښ وکړ. واشنګټن وايي چې دا حمله د سوریې حکومت کړې او څه باندې څوارلس سوه کسان یې وژلي دي.

په ملګروملتونو کې د برتانیا سفیر مارک لیال ګرانټ وویل دی ډېر خوشاله دی چې په پرېکړه لیک کې د دې حملې له لاسلرونکو سره د حساب غوښتنه شوې خو زیاته یې کړه دی به اله ډېر خوشاله وای چې په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته د هغوی د سپارلو مستقیمه یادونه په کې شوې وای. ډيپلوماتان وايي چې له دې غوښتنې سره روس مخالفت وکړ.

د پنجشنبې پر ورځ د روس د بهرنیوچارو مرستیال وزیر سرګې ریبکوف وویل هېواد یې د سوریې د کیمیاوي وسلو د زېرمه تونونو د خوندیتوب او له مینځه وړلو په برخه کې مرستې ته چمتو دی خو کیمیاوي وسلې به یې د له مینځه وړلو لپاره روس ته رانه وړي.

له بلې خوا ټاکل شوې چې د کیمیاوي وسلو د مینځه وړلو د څارنې نړیواله اداره نن د جمعې ورځ د سوریې د کیمیاوي وسلو د له مینځه وړلو د پلان په اړه بحث وکړي. دا غونډه نن شپه ناوخته په هاګ کې جوړېږي او د امریکا او روسیې پر هغه پلان به بحث وکړي چې له مخې یې د سوریې د کیمیاوي وسلو زېرمې باید په نښه او له مینځه یووړل شي.

د روسیې د بهرنیوچارووزیر وايي د کیمیاوي وسلو د مخنیوي اداره OPCW د سوریې د کیمیاوي وسلو د له مینځه وړلو په برخه کې مهم رول لوبولای شي.

په پام کې ده د OPCW یوڅلوېښت غړي د هغو اسنادو په اړه چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر په وینا د سوریې د کیمیاوي بې وسلې کولو اصول او مقررات دي بحث وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG