د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: یوه ماشومه له جنسي تېري پس وژل شوې


د جنسي تېري پېښې اوس ځکه زیاتې شوي دي چې یو ځانګړی ذهنیت زموږ ټولنه په شعوري توګه د تشدد لور ته بیايي.

د کراچۍ پولیس وایي، د پنجشنبې پر ورځ ورته د کراچۍ له ساحلي سیمې سي ویو څخه د ۱۳ کلنې ماشومې مړی په لاس ورغلی دی . د مغربي کراچۍ د پولیسو مشر عامر فاروقي تېره شپه ناوخته له مشال ریډیو سره په خبرو کې ویلي دي، وژل شوې ماشومه د سکول په جامو کې ده او هغه څو ورځې مخکې د کراچۍ له عزیزاباد سیمې تښتول شوې وه . نوموړي زیاته کړه پولیسو په دې اړه پلټنې شورو کړي دي او په دې لړ کې یې لږ ډېر پرمختګ هم کړی دی.


((دی وایي دغه ماشومه خپل سکول ته تللې وه ، هلته په دې پسې یوه ښځه ورغلې ده او په دې بهانه یې له سکول څخه رایستلې ده چې د ماشومې مور مریضه ده. بیا دوه ورځې وروسته د دې ماشومې مړی ترلاسه شوی دی. پولیس په دې اړه پلټنې کوي چې دغه ښځه څوک وه او ایا ماشومه د جنسي زیاتي لپاره تښتول شوې وه که د تاوان لپاره))

نوموړي زیاته کړه پولیسو د ماشومې د قتل په لړ کې د سکول عملې له ځېنو کسانو پلټنې شورو کړي دي.

د وژل شوې ماشومې مړی د کراچۍ جناح هسپتال ته وړل شوی و. د روغتون د ایمرجنسي وارډ مشرې ډاکټرې سیمي جمالي نن د جمعې پر سهار مشال ریډیو ته وویل، د ماشومې مړي له معاینې وروسته ډاکټرانو ته مالومه شوې ده چې ماشومه له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده. او ډاکټرانو یې مړي له پوسټ مارټمه پس بیګا ماښام خپلو وارثانو ته سپارلی دی.
بل خوا د بشري حقونو او د ښځو د حقونو لپاره کارکونکو تنظیمونو په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري د زیاتو شویو پېښو پر ضد احتجاج کړی دی . په کراچۍ کې د عورت فاونډیشن مشرې مهناز رحمان په دې اړه مشال ریډیو ته وايي:

((په ۱۹۷۰ او له دې مخکې همدا پاکستان او همدا ښارونه و، خو داسې ډېرې کمې پېښې پکې مخې ته راتلې. اوس دا پېښې ځکه زیاتې شوي دي چې یو ځانګړی ذهنیت زموږ ټولنه په شعوري توګه د تشدد لور ته بیايي. د لاهور او کراچۍ وحشتناکو پېښو ته که سړی ژور نظر وکړي نو دا د دې خبرې غمازي کوي چې نړۍ سپوږمۍ او مریخ ته ورسیده او زموږ د پاکستان معاشره د غارونو د زمانې پلو روانه ده))

د مهناز رحمان په خبره باید حکومت د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره باید د اوس لپاره په دغو پېښو کې ککړ ملزمان ونیسي او داسې سزا ورکړل چې نور خلک ترې عبرت واخلي او په راتلونکي داسې قانون سازي وکړي چې خلکو ته صحت مند چاپیریال په لاس ورشي او د دغه ډول پېښو په اړه بېخي سوچ کول پرېږدي.

یاده دې خواوشا یوه هفته وړاندې د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور کې هم په یوه ماشومه ډله ایز جنسي تېری شوی و چې له امله یې یاده ماشومه زخمي شوې وه.
XS
SM
MD
LG