د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا سیکریټرېټ بس کې چاودنې ۱۷وژلي


په دې بس کې د پښتونخوا سیکریټرېټ ملازمین سپاره ول چې اکثریت یې د چارسدې اوسېدونکي دي. چاودنه د ورځې خواشا دولس نیمې بجې شوې ده.

د پېښور په چارسده روډ له ګل بېلې سره نن د جمعې پر ورځ د سرکاري ملازمينو په يو بس کې د چاودني په نتيجه کې لږ تر لږ ۱۷کسان وژل شوي او تر ۴۳ زيات ژوبل شوي دي.


د خېبر پښتونخوا ای جي ناصر درانی وايي، د لومړنیو راپورونو له مخې دا یو ریوټ کنټرول بمي چاودنه وه، د ده په خبر بم چې نژدې شپږ کلوګرامه وو، د بس له وروستۍ برخې سره لګول شوی وو او ریموټ کنټرول یې الوځولی دی.

((په دې بس کې د پښتونخوا سیکریټرېټ ملازمین سپاره ول چې اکثریت یې د چارسدې اوسېدونکي دي. چاودنه د ورځې خواشا دولس نیمې بجې شوې ده. دا یو ډېر دردونکې پېښه ده، مېډیا، ولس او موږ ټول باید دغه ډول پېښو ته په بهادرۍ سره مخامخ شو.))

له ای جي ناصر دراني وپوښتل شول چې یونیم کاله وړاندې پر همدې چارسده سړک دغه ډول د سیکریټرېټ کارکونکو پر یوه بس چاودنه وشوله، نو له هغه وروسته حکومت د دغه ملازمینو د حفاظت لپاره څه ګامونه اخیستي دي.؟

ای جي په جواب کې وویل:

((چې دا وخت یوازې له ترهګرو سره دا خوښه دي چې هغوی خپل برید څنګه او څه وخت وکړي. او دا وخت د دې خبرې ضرورت دی چې موږ ټولو ته د دغه ډول پېښو پر وړاندې یو حکمتعملي او کړنلاره جوړول غواړيو چې څنګه د ترهګرو پېښو مخه ونیسو. ټول باید خپل کردار ترسره کړي، ټرانسپورټران هم باید ذمه وار وګڼل شي، چې خپل ګاډی یا بس تر روانېدو مخکې سم وپلټي. ځکه چې په بس کې یې ګڼ خلک سپاره وي، د هغوی ژغورنه او حفاظت په کار دی. په دنیا کې له هېڅ پولیس سره دومره وسایل نه وي چې هغوی دې د هر ځای تلاشي وکړي.))

ای جي ناصر دراني وویل په صوبه کې ځېنې داسې سیمې دې چې بیا بیا له خطر سره مخامخېږي، د هغو د حفاظت لپاره به ځانګړي ګامونه اخلي.

د ژغورنکې ادارې يو چاروکی وايي، په دغه بس کې د سيکریټريټ څه باندې ۶۰ ملازمين سپاره ول. د ده په وينا د مړو شمېره زياتېدای.
XS
SM
MD
LG