د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې د کلنټن جهاني شهریت جایزه یووړه


ملالې ته د کلنټن جهاني شهریت جایزه ورکړل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00

ملالې ته د کلنټن جهاني شهریت جایزه ورکړل شوه

ملاله، چې د مدني ټولنې مشرې په توګه پېژندل شوېده، وویل که غواړی چې جنګ وګټی نو رڼا خوره کړی.

نیویارک: د خېبر پښتونخوا ۱۶ کالنه ملاله یوسفزۍ یو له هغه اوو کسانو څخه وه چې د پنجشنبې پر ورځ د سیپټېمبر پر ۲۶مه نېټه په نیویارک کې د کلنټن جهاني شهریت په جایزې ونازول شوه.


ملاله، چې د مدني ټولنې مشرې په توګه پېژندل شوېده، وویل که غواړی چې جنګ وګټی نو رڼا خوره کړی.
ملاله چې د تعلیمي مبارزې له وجې پروسږ په ۲۰۱۲م کال په سوات کې طالبانو له خپله سکوله وکور ته پر لاره پر سر ویشتلې وه، غونډې ته د خپلې وینا پر مهال چې حکومتونه باید د سولې لپاره کار وکړي.

” زه هېله منه یم چې حکومتونه او ټول مسول کسان باید دا خبره درک کړي چې جګړه په جګړه پای ته نه رسېږي. موږ به جګړه کوو، موږ به جګړه په ډیالوګ، سوله او تعلیم کوو. “

ملاله، چې د مدني ټولنې مشرې په توګه پېژندل شوېده، وویل که غواړی چې جنګ وګټی نو رڼا خوره کړی.

” موږ پر حکومتونو او ذمه وارو خلکو ږغ کوو: که تاسو په سوریه، افغانستان، او پاکستان کې سوله لیدل غواړی، که تاسو غواړی جنګ پای ومومي، که تاسو غواړی چې د جګړې پر وړاندې جنګ وکړی، نو پر ځای د توپکو، کتابونه ورواستوئ. د ټانکونو پر ځای قلمونه واستوئ، د سرتېرو پر ځای استاذان ورواستوئ. د ټوپکو پر ځای قلمونه ورواستوئ. “

ملالې د ښځو د حقونو په باب هم خبرې وکړې.

” ښځې کله هم د انسانانو غوندې نه دي ګڼل شوې، له دوی سره د بې انصافۍ او نابرابرۍ چلند کېږي. له ښځو انکار شوی، هغوی ان په پرمختللو هېوادونو کې له پامه غورځول شوې دي، دوی چې څه لیدل غواړي د هغې موقعې نه دي ورکړل شوې. ان په امریکا کې خلک د یوې ښځې ولسمشرې لیدو ته سترګې پر لار دي. “

د ملالې وروستیو څرګندونو د غونډې برخوالو پر مخ موسکا راوستوله، ځکه چې د امریکا د بهرنو چارو پخوانۍ وزیره هېلري کلنټن هم هلته ناسته وله. د کلنټن په باب پراخ نظر دا ښودل دی چې هغه به د ۲۰۱۶م کال صدارتي ټاکنو کې ممکنه کاندیده وي.

د کلنټن جهاني شهریت جایزه، له ۲۰۰۷م کال راهېسې د امریکا پخواني ولسمشر بیل کلنټن د هغه ځانګړو کسانو په درناوي کې پېل کړې ده، چې د مشرتابه ځیرک لیدلوری لري، اغېزمنیتا ښيي، او د نړیوالو ستونزو د حللارې لپاره پایښتلرونکې کار کوي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG