د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ملي امنیت مشر ووژل شو



نن سهار پر پنجشنبه د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر محبت شاه په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.


د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوال محمد یونس ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې د دوی د ملي امنیت مدیر له کور نه د دندې پر لور روان وو، چې نن سهار اووه بجې په بمي چاودنه کې ووژل شو، همدارنګه د ده یو تن سرتیری ټپي شوی، چې روغتیايي حالت يې نازک دی.

ځايي خلک وايي، چې د مدیر محبت شاه پلار هم څو کاله وړاندې د وسلوالو له خوا وژل شوی وو او د ده ساتونکی، چې په نننۍ چاودنه کې سخت ټپي شو، هغه يې هم ورور دی.

وسله والو طالبانو یې د وژنې پړه پر غاړه اخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG