د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره خبرې کېدای شي؟


Pakistan -- A Christian woman mourns the death of her son at the site of a suicide blast at a church in Peshawar, September 22, 2013.
Pakistan -- A Christian woman mourns the death of her son at the site of a suicide blast at a church in Peshawar, September 22, 2013.

عجیبه ده چې د طالبانو کله خوښه وي نو ذمه واري ومني که نه وي نو له دوی سره تړلې یو بله وسله واله ډاله پړه پر سر واخلي، حقیقت دا دی چې دا ټول یو دي

د پاکستان واکمن مسلم لیګ نواز ګوند وايي دوی په نېکه اراده له طالبانو سره د خبرو اترو وړاندیز کړی وو خو د پېښور پر یوې کلیسا له ځانمرګو بریدونو پس حکومت نه شي کولای چې دغه پلان پر وړاندې بوځي.


د نهې پر ورځ له مشال راډیو سره په ځانګړي خبرو کې دیاد ګوند چیرمین راجه ظفر الحق وویل:

[له دې خلکو سره به څنګه مذاکرات کېږي، څنګه به دا عمل په وړاندې ولاړ شي دوی خو پرځای د دې چې تعاون وکړي د مذاکراتو په لار کې خنډونه راپورته کوي. د پیښور په ګرجا کې د ښځو او ماشومانو پشمول د عیسايي برادرۍ ۸۳ کسان ووژل شول. وزیراعظم نواز شریف هم امریکا ته د سفر په وخت ویلي ول، دې پېښې د مذاکراتو د وړاندیز په هکله پوښتنې راپورته کړي دي. ]

راجه ظفر الحق زیاتوي څو ورځې وړاندې په ټول ګوندیزه غونډه کې ټول سیاسي ګوندونه په دې متفق وو چې دسولې لپاره دې له طالبانو سره مذاکرات وشي خو ټولو ګوندونو بیا د پیښور د کلیسا خونړۍ پیښې ته بد ویلي دي.

بلخوا خیبر پښتونخوا صوبه کې واکمن ګوند تحریک انصاف دا نظر لري چې په دیر کې د اعلا پوځي افسرانو وژنه او د پېښور په ګرجا یا کلیسا کې ځانمرګي بریدونه له طالبانو سره د مذاکراتو عمل د ناکامه کولو یو سازش دی. خو د دفاعي چارو کارپوهه حسن عسکري وايي دا څه پټه خبره نه ده وسله وال د هر برید ذمه واري مني.

[پر پوځ بریدونه یا په پېښور کې دغه برید، د دې ذمه واري خو ښکاره وسله والو ډلو منلې ده. او وايي چې بیا به هم دا راز بریدونه کوي. خو مسله دا ده چې کوم خلک له طالبانو سره همدردي لري هغوی بې له دلیله وايي ،دا کار طالبانو نه دی کړې. عجیبه ده چې د طالبانو کله خوښه وي نو ذمه واري ومني که نه وي نو له دوی سره تړلې یو بله وسله واله ډاله پړه پر سر واخلي خو حقیقت دا دی چې په اصل کې دا ټول یو دي]

که څه هم یو شمیر سیاسي ګوندونه اوس هم له د وسله والو سره مذاکراتو خبره کوي خو زیاتره کارپوهان دا نظر لري چې په دې حالاتو کې د مذاکراتو کامیابیدل ډېر ګران دي. هم دې ته په اشاره سره خبریال او د سیاسي چارو کارپوهه حامد میر وايي

[ګوره یوې خواته خو زموږ د هېواد امنیتي ادارې د دې مذاکراتو حمایت نه کوي، بلخوا امریکا هم د دې په حق کې نه ده او د ټولو نه مهمه خبره دا ده چې په طالبانوکې هم داسې مظبوطې ډلې شته چې د مذاکراتو مخالفت کوي نو ښکاری داسې چې دا مذاکرات به ناکامه کېږي.]
د یادونې وړ ده چې د روانې میاشتې په نهمه نیټه اسلام آباد کې د امن لپاره ټول ګوندیزه غونډه وه چې پکې د هېواد سیاسي مشران او پوځي چارواکي د بدامنۍ د مخ نیوي لپاره د طالبانو سره په مذاکراتو متفق شوي وو.
  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG