د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کراچۍ کې مو ۲۱۵۱ مشکوک کسان نیولي دي"


کراچۍ کې مو په لسګونه مشکوک کسان نیولي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:27 0:00

د کراچۍ اډیشنل ای جي شاهد حیات

د کراچۍ اډیشنل ای جي شاهد حیات د سېشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په ښار کې یې د روانو عملیاتو د لومړۍ پړاو په ترڅ کې تراوسه ۲۱۵۱ کسان نیولي دي.

د کراچۍ ښار پولیس چارواکي وایي د دغه ښار په بیلا بیلو برخو کې د تېرو څه دپاسه دوه هفتو راهسې روان هدفي عملیات دوام لري.


په دغو عملیاتو کې د نهې (سه شبنې) پر ورځ ۱۷۷ مشکوک کسان پولیسو او رینجرو د ښار له بیلا بیلو برخو نیولي دي. د کراچۍ پولیس مشر شاهد حیات وایي، دوی په کراچۍ کې په روانو عملیاتو کې ورځ تر بلې تېزوالي راولي او دا عملیات په دغه ښار کې تر بشپړ امن راتلو پورې دوام ولري.

د کراچۍ اډیشنل ای جي شاهد حیات د سېشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په ښار کې یې د روانو عملیاتو د لومړۍ پړاو په ترڅ کې تراوسه ۲۱۵۱ کسان نیولي دي.

((دې عملیاتو کې به ورو ورو زیاتوالی راځي. اوس چې موږ کوم کسان نیولي دي، هغوي عدالت ته وړاندې کېږي او چې کله هغوی ته سزا ورکړل شي نو خلک به وویني چې چا غلط کارونه کړي ول، هغوی ته سزا ورکړل شوه. دا اولنۍ مرحله ده اوس ډېر جرایم پیشه کسان له کراچۍ تښتېدلي دي. موږ له مري ، لاهور او له داخلي سینده هم د کراچۍ په بدامنۍ کې ککړ کسان نیولي دي. بلوچستان ته هم یو شمیر خلک تللي دي))

شاهد حیات وویل، په نیول شویو کسانو کې یو شمېر هدفي وژونکي له سیاسي او مذهبي ګوندونو سره تعلق لري خو نوموړي د هېڅ یوه ګوند نوم وانه خیست.

د کراچۍ د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، په نیول شویو کسانو کې د ایم کیو ایم ډلې ۴۲ کسانو، د مذهبي ډلې سني تحریک ۱۶ کسانو او د پیپلز امن کمیټۍ،ای این پي او ګینګ وار ۱۱ نیول شویو کسانو په هدفي وژنو کې د لاس لرلو اعتراف کړی دی.

ددې ترڅنګ د لشکر جنګوي ۴ او د سپاه صحابه ۱ نیول شوي تن په هدفي وژنو کې د لاس درلودو اقرار کړی دی.

خو د کراچۍ پولیس مشر شاهد حیات بیا وایي په کراچۍ د سیاسي او مذهبي ګوندونو ترڅنګ د وسله والو طالبانو په ګډون یو شمیر نورې ناقانونه ګرځول شوې ډلې هم په هدفي وژنو او کلنګ اخیستنه کې ککړې دي.

((دلته په کراچۍ کې طالبان هم شته ، لشکر جنګوي،سپاه محمد او د نورو ډلو غړي شته. په کراچۍ کې په ګڼو جرمونو کې هغوی ککړ دي. دوی زیاتره په هغو علاقو کې چې پښتانه په کې مېشت دي اوسېږي. د ښار په لېرې پرتو سیمو کې هم دوی ځایونه لري. په کراچۍ کې یو شمېر داسې علاقې شته چې کله هلته پولیس ورځي نو اول ټریننګ کوي او بیا هلته ځي، او دا ځکه هلته د پولیسو پر ضد مزاحمت کېږي. موږ کوښښ کوو دا ټولې علاقې پاکې کړو))

اډیشنل اي جي وویل، په کراچۍ کې د هدفي عملیاتو له پېلېدو وروستو د ناقانونه ګرځول شویو ډلو په سلګونو غړي له کراچۍ، و قبایلي علاقو او نورو سیمو ته بیرته تللي دي. هغه زیاته کړه د هدفي عملیاتو له شورو کیدو وروسته په ښار کې بدامني په مکمله توګه ختمه شوې نه ده خو په ښار کې د تشدد په روانو پېښو کې تر ډېره حده کموالی راغلی دی.

د نوموړي په خبره د عملیاتو د شورو کیدو روسته په ۱۷ ورځو کې ۶۷ کسان وژل شوي دي، خو د عملیاتو د شورو کیدو نه وړاندې په همدومره ورځو کې ۱۹۶ کسان وژل شوي ول.
XS
SM
MD
LG