د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومند: طالبانو یو انجینېر وژلی بل یې تېښتولی


د ګنداو دغه بند د غلنۍ له مرکزه دوه نیم کلومیټر لرې جوړېږي. په سیمه کې د هسپتال چارواکي وايي چې زخمي کسان له خطره بهر دي.

راپور: شاهنواز ترکزی


نن سهار (چارشنبه) د مومندو ایجنسۍ غلنۍ سیمه کې د فاټا پرمختیايي ادارې له لخوا د جوړیدونکي یوه بارانی بند د عملې پر ګاډي له بمي چاودنې د یوه سب انجینیېر او ټېکدار په ګډون درې تنه وژل شوي او نور پنځه کسان ژوبل دي، د دې تر څنګ وسله والو بېګا د چارشنبې پر شپه د دغه بند جوړولو یو انجنئیر له دوو نورو کسانو سره یوځای تښتولي دي

د ګنداو دغه بند د غلنۍ له مرکزه دوه نیم کلومیټر لرې جوړېږي. په سیمه کې د هسپتال چارواکي وايي چې زخمي کسان له خطره بهر دي.

د یادو پېښو پړه د مومندو ایجنسۍ تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې ده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG