د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمی رسول له پاکستان سره د راتلونکو اړیکو په هکله خوشبینه دی


د افغانستان بهرنیو چارو وزیر چې؛ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په کلنی غونډه کې ګډون لپاره نیویارک ته تللی پرون يې د اسیا د ټولنې یوې غونډې ته وینا وکړه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر چې؛ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په کلنی غونډه کې ګډون لپاره نیویارک ته تللی پرون يې د اسیا د ټولنې یوې غونډې ته وینا وکړه.


زلمي رسول د افغانستان او پاکستان د راتلونکو اړیکو په هکله خوشبیني څرګنده کړه او ويي ویل چې؛ د پاکستان له بنده د طالبانو د پخواني مشر ملا عبدالغني برادر خوشې کیدل څرګندوي چې؛ د پاکستان نوی صدراعظم په خپلو ژمنو ولاړ دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر وروسته له دې چې؛ پاکستان په دې وروستیو کې یو شمېر افغان طالب بندیان خوشې کړل د دواړو ګاونډیو هېوادونو د اړیکو په په هکله چې؛ عموما ستونزمنې وي خوشبیني څرګنده کړه.

کابل له مودې راهیسي د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره د دغو طالب بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کوله.

افغانستان تور لګوي چې؛ پاکستان له افغاني یاغیانو سره مرسته کوي او هغوي ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د سېشنبې په ورځ وویل چې؛ د طالبانو د یوه پخواني مشر ملا عبدالغني برادر خوشې کیدل څرګندوي چې؛ د پاکستان نوی صدراعظم نواز شریف له افغانستان سره د همکارۍ په ژمنو ولاړ دی.

د اسوشیتد پریس د خبري اژانس رپوټ وايي، ملا برادر وروسته له دې په ۲۰۱۰ کال ونیول شو چې؛ د افغانستان له حکومت سره یې د سولې لپاره پټ تماسونه ونیول او په تیرو دو کلونو کې افغانستان د هغه د خوشې کولو غوښتنه کوله.

افغانستان په دې باور دی چې؛ ملا عبدالغني برادر د سولې د خبرو د پرمختګ د مخنیوي لپاره نیول شوي وو. خو اوس پاکستان دا اندیښنه لري چې؛ په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه په راتلونکي کال کې له افغانستانه وتلو ته تیاری نیسي که په دغه ګاونډي هېواد کې ناکراري پراخه شي نو خپله پاکستان ته به هم مشکله وي چې؛ د پاکستاني طالبانو مخه ونیسي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر وویل چې؛ د پاکستان د صدراعظم نواز شریف لومړنی مقصد دا دی چې؛ د خپل هېواد اقتصاد ورغوي نو ځکه کوښښ کوي چې؛ امنیتي وضعیت بهتر کړي او دا کار له افغانستان سره په تروریزم ضد مبارزه کې همکاري ته ضرورت لري.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول په نیویارک کې د اسیا د ټولنې غونډې ته وویل:

"زه نسبت پخوا ته د افغانستان او پاکستان راتلونکو روابطو ته ډیر خوشبین یم.

پخوا ډیرې لوړې ژورې وې. زه ډاډمن نه یم خو اوس ډیر هیله من یم."

د زلمي رسول پرونۍ خبرې ځکه په غور واوريدل شوې چې؛ هغه نه یوازې د افغانستان د راتلونکي په اړه خپل نظر وړاندې کړ بلکه دی د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو یو پیاوړی احتمالي کاندید هم ګڼل کیږي چې؛ کیدای شي د اوسني جمهور رئیس حامد کرزي ځای ونیسي.

زلمي رسول چې؛ پخوا د ملي امنیت سلاکار وو، دغې پوښتنې ته چې ایا دی به د راتلونکو انتخاباتو کاندید وي مستقیم ځواب ورنه کړ خو دومره یي وویل چې؛ د راتلونکي اکتوبر میاشتې له شپږمې وروسته چې د کاندیدانو د نومونو د ثبتولو وروستۍ ورځ ده، ټول به پوه شي چې؛ کاندیدان څوک دي.

د اسوشیتد پریس د خبري اژانس رپوټ وايي، پاکستان په داسې حال کې ملابرادر له حبسه خوشې کړ چې؛ کوشش کیږي ترڅو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو مخکې د طالبانو او کابل د حکومت ترمنځ د سولې یو توافق وشي.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي له پاکستانه غوښتي دي چې؛ د افغانستان د سولې د شورا استازو ته لاره ورکړي چې؛ له ملا برادر سره چې اوس هم د شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې په پاکستان کې اوسي وګوري.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر وویل:

"موږ پوهیږو چې؛ په طالبانو کې که څه هم ډیر نه دي خو داسې کسان شته چې سوله غواړي او له جنګه ستړي شوي دي."

زلمي رسول زیاته کړه چې؛ دغه طالبان پوهیږي چې جنګ ګټلای نه شي او نور هېوادونه په افغانستان کې د جنګ لپاره له دوي کار اخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دغه خبره ظاهرا له افغاني طالبانو سره د پاکستان مرستې ته اشاره وه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر هغه اندیښنې کم اهمیته وګنلي چې؛ ویل کیږي که چیرې طالبان د سولې د یوه توافق په ترڅ کې په حکومت کې شریک شي نو د افغانستان د حکومت خصوصا د ښځو د حقوقو لس کلنې لاس ته راوړنې به ضایع شي.

زلمي رسول وویل: څوک چې سوله او سیاست ته ننوتل غواړي نو باید د افغانستان قانون ومني.
XS
SM
MD
LG