د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: له زلزلې په لسګونه مړه او ژوبل


بلوچستان: په اوران کې زلزلې یو کور کنډکپر اچولی دی. ۲۴سیپټېمبر
بلوچستان: په اوران کې زلزلې یو کور کنډکپر اچولی دی. ۲۴سیپټېمبر

؛ د ټولې علاقې کورونه اومه دي، او کله چې د زلزلې شدت اووه اعشاریه اته وي، نو اومه کورونه ژر نړېږي. دا وخت د آواران سیمه بېخي زیاته متاثره ده؛.

د بلوچستان د سر ښار کوټې په شمول د صوبې په شاوخوا ټولو سیمو کې د سېشنبې پر ماځيګر د پاکستان پر وخت څلورنیمې بجې یوې درنې زلزلې چې د رېکټر پر کچه يې شدت اووه اعشاريه اته ښوودل شوی.


په کوټه او شاوخوا نورو سیمو کې د زلزلې ټکانونه شاوخوا دوه دقیقې احساس کېده.

په اوران کې زلزلې لوی زیان اړولی
په اوران کې زلزلې لوی زیان اړولی
د صوبې سرکاري چارواکي وايي يادې زلزلې تر ټولو زیاته مرګه ژوبله په بلوڅ مېشتو او لرې پرتو آواران او تربت سیمو کې اړولې چې په خبره یې د وژل شوی شمېر ۲۵۱ تنه او ژوبل څه باندې ۳۵۰ تنه دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو سیکرېټري اسد ګیلاني د چارشنبې ګهېځ پر ټيليفون مشال راډيو ته وویل:

؛تر ټولو زیاته متاثره سیمې آواران او شاوخوا هغه دي، چې هم هلته مو پي ډي ایم اې ته ویلي او د پاکستان پوځ ته هم مو ویلي، چې امدادي کارونه يې پیل کړي دي. او له دې سره له کوټې مو هم امدادي سامان زلزله ځپلو سیمو ته لېږدولي دي؛.

تردې وړاندې د بلوچستان حکومت ویاند جان محمد بليدي د سېشنبې پر شپه د کوټې مطبوعاتي کلب کې يوې خبرې غونډې ته وویل، زلزلې په صوبه کې ټولې شپږ ضلعې آواران، کېچ، چاغي، پنجګور، تربت او ګوادر متاثره کړې، چې د ده په خبره تر ټولو زیات مالي او ځاني زیان يې په لرې پرته بلوڅ مېشته آواران سیمه کې اړولې ده.

؛ په دې ټوله علاقه کې کچه کورونه دي، او کله چې د زلزلې شدت اووه اعشاریه اته وي، نو کچه کورونو ټول نړېږي. نو دا وخت د آواران سیمه بېخي زیاته متاثره ده؛.

له دې سره په همدې خبري غونډه کې د بلوچستان د صحت د څانګې سیکرټري عبدالصبور کاکړ وویل په زلزله ځپلو سیمو کې صحي آسانتیاوې نشته، خو له کوټې يې د سېشنبې په ماښام ايمبولانسونه له ضروري درملو سره استولي دي. د صبور کاکړ په خبره د اوتهل سیمې روغتون يې مرکزي ځای ګرځولی دی. چې هم هلته به ژوبل شويو کسانو ته درملنه ورکول کېږي.

؛ له شاوخوا نيژدې سیمو څخه موږ ډاکتران آواران ته استولي دي. دا ډاکتران يا خو په خضدار کې دي، او یا هم په اوتل سیمه کې. او د اوتل سرکاري روغتون موږ مرکزي ځای ګرځولی دی. چې له آواران څخه ډېر ژوبل شوي کسان په آسانۍ سره هلته وړل کېدلای شي؛.

د سې شنبې د ماځيګر دا زلزله چې ټکانونه يې د بلوچستان په شمول د خیبرپښتونخوا په ځينو سیمو، په ځينو عري هیوادونو او د هند په ډيلي کې هم احساس شوو، د بلوچستان په ګوادر بندر سیمه کې يې د چارواکو په خبره څلوېښت فوټه جګه جزیره پيدا کړې، چې د لیدو لپاره يې د سېشنبې په ماځيګر د ګوادر په سلګونو کسان جمع شوي وو. او د دې جزیرې عکس قامي او نړيوالو وېبپاڼو د سترګو په رپ کې خپور کړ.

د صوبايي حکومت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ چې دا وخت د لندن پر دوره دی، له هم هغه ځايه يې د زلزله ځپلو ټولو سیمو لوړ پوړو چارواکو ته امر کړی، چې ټولې رخصتۍ دې ختمي کړي، او امدادي کارونو دي پېل کړي.

د ویلو وړ ده چې بلوچستان صوبه د زلزلې ځپونکو سیمو پر لیکه یا فالټ لاینز پرته ده او تل په کې زلزلې راځي، چې تر ټولو مرګونې هغه یې په ۱۹۳۵م کال د مې پر ۳۱ مه نېټه د کوټې زلزله وه چې په زرګونه کسان یې وژلي وو. په دې وروستيو کې بیا په ۲۰۰۸ م په ساړه زیارت سیمه کې زلزلې تر دوه سوه زیات کسان وژلي وو، او د روان کال د اپرېل په شپاړسمه نېټه بیا د ايران له پولې سره څېرمه په ماشکېل سیمه کې يوې زورورې زلزلې تر دېرش زیات کسان وژلي ول.
XS
SM
MD
LG