د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د اوسیدونکو غوښتنې


د خوست ولایت د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکي د روغتیا، پوهنې او د څښاک اوبو په برخو کې د یو شمېر ستونزو یادونه کوي

د خوست ولایت د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکي د روغتیا، پوهنې او د څښاک اوبو په برخو کې د یو شمېر ستونزو یادونه کوي او وايي، سره له دې چې نوموړې ولسوالي د سولې په نوم نومول شوې، خو بیا هم یادې سیمې ته حکومت پوره پاملرنه نه ده کړې.


د خوست ولایت یو شمېر قومي مشران او ځايي اوسیدونکي په یاده ولسوالۍ کې په بیلا بیلو برخو کې د بیارغونې د کارونو غوښتنه کوي او وايي، چې لا هم دوی د روغتیا، پوهنې ، څښاک اوبو او سړکونو په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

سیمه وال زیاتوي سره له دې، چې د دوی ولسوالي د سولې په نوم نومول شوې، خلک يې له حکومت سره په ټولو برنامو کې نږدې همکاري لري او د بیا رغونې له پاره په کې ټول شرایط موجود دي، خو مسوولو چارواکو تر اوسه لکه څرنګه چې ښايي، دوی ته د اړتیا وړ پروژو په پلي کیدو کې پوره مرسته نه ده کړې.

د احمدظاهر په نوم د مندوزیو د حسن زیو یو تن اوسیدونکی مشال راډیو ته وايي، سره له دې چې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکي د امن او سولې خلک دي او په یاده ولسوالۍ کې امنیتي ستونزې نشته، خو بیا هم د روغتیا او څښاک اوبو په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخاخ دي:

((د مندوزیو خلک چې د سولې او امن خلک دي، د سولې په غېږه کې اوسیږي، کلینیک ته ضرورت لري، شفاخانو ته ضرورت لري، تاسو وینئ چې موږ کافي ځمکې لرو، خو متاسفانه په مندوزیو کې حتا زموږ په کلي کې اوبه نشته، جومات مو اوبه نه لري، زموږ کلی د دروېخېلو کلی دی، د حسن زیو مربوط دی، نو باور دې وشه چې د اوداسه اوبه هم په کې نه شته.))

د یادې ولسوالۍ یو تن قومي مشر ازادۍ راډیو سره په خپلو خبرو کې ګیله کوي، چې هیڅ ادارې د دوی په حق کې خپل رسالت او دنده په سم ډول نه دی ترسره کړی:

((زه حاجي جلندرشاه، معارف موږ ته چاردیوالي نه ده جوړه کړې، او نورو وزارتونو کې ابیاري ده، اوبه يې راته نه دي برابرې کړي، چې صحت عامه ده کلینیکونه يې نه دي راته جوړ کړي، نو زموږ دا مشکلات دي.))

د صدیق الله په نوم د مندوزیو یو تن مشر وايي، چې خپلې غوښتنې يې له مسوولو چارواکو سره شریکې کړي، خو نتیجه يې نه ده ورکړې، همدارنګه د ورزې کلي اوسیدونکی جنت خان وايي، چې د دوی دې سیمې کلینیک ډاکټر او درمل نه لري:

((موږ خپلې هلې ځلې کړې دي، د ولسوال سره، والي صیب سره، انکشاف دهات سره دې ټولو ته ورغلي یو، خو نتیجه يې نه ده ورکړې او ستونزې مو تر اوسه پاتې دي.
زه جنبت خان زموږ په ورزه کلي کې کلینیک جوړ شوی دی، تعمیر يې جوړ شوی خو تر اوسه يې نه دوايي شته او نه يې ډاکټر شته.))


د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان مشال راډیو سره په خبرو کې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د اوسیدونکو ځینې ستونزې پرځای بولي، خو وايي چې سیمه ییزې ادارې ته نوموړې ولسوالۍ د بیا رغونې په برخه کې اولیت لري او دوی له وړاندې یو شمېر پروژې هلته پلي کړي او د بیارغونې بهیر به روان وساتي:

((دلته موږ ډېر پراخ کارونه کړي دي، موږ نور پلانونه هم لرو، چې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ ته اولیت ورکړو، د دې له پاره چې په دې ولسوالۍ کې د نورو ولسوالیو په پرتله د کار او پروژو د تطبیق ښه زمینه برابره ده، نو موږ هم غواړو چې په ټولو برخو کې پروژې پلي کړو.))

د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې د خوست ځايي ادارې په پر له پسې توګه له مرکزي حکومت څخه د خوست ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د یو شمېر اساسي پروژو د پلي کیدنې غوښتنه کړې، خو د دوی د هوکړې سره، سره هم عملي اقدامات نه ترسترګو کیږي او د خلکو اړتیاوې او ضرورتونه پر خپل ځای پاتې دي.
XS
SM
MD
LG