د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د جنسي تېري دوسیه کې ډي اېن اې ټېسټ نه منو"


د اسلامي نظریاتي کونشل مشر مولانا محمد خان شېراني
د اسلامي نظریاتي کونشل مشر مولانا محمد خان شېراني

مولانا شيراني وويل، چې ډي اين اې ټيسټ د یو اضافي ثبوت په توګه وړاندې کيداﺉ شي خو پر بنياد یې مقدمه نه شي جوړېداﺉ.

اسلامي نظرياتي کونسل د جنسي تېري په مقدمو کې ډي اېن اې ټيسټ د بنيادي شهادت په توګه قبلول او د مذهبي سپکاوي د درواغو تور لګونکو ته د مرګ سزا ورکولو وړاندیز رد کړ.


د پاکستان سرکاري خبري ايجنسۍ اې پي پي مطابق اسلامي نظرياتي کونسل مشر مولانا محمد خان شيراني د دوشنبې یا پير په ماځيګر يوه خبري غونډه کې د کونسل د فيصلو اعلان په وخت وويل چې ډي اين اې ټيسټ د یک يواځې او بنيادي ثبوت په توګه نه شې وړاندې کيداﺉ.


مولانا شيراني وويل، چې ډي اين اې ټيسټ د یو اضافي ثبوت په توګه وړاندې کيداﺉ شي خو پر بنياد یې مقدمه نه شي جوړېداﺉ.

په خبرې غونډه کې مولانا محمد خان شيراني زياته کړه چې د مذهبي سپکاوي (توهين رسالت) په قانون کې کونسل د تراميمو تجويز نه دی ورکړی او توهين رسالت سره سره نور د درواغو تور لګونکو ته د سزا لپاره په ايين کې طريقه کار شته او عدالت د پاکستان ايين مطابق کاروايې کولای شي.

دغه رنګ مولانا شيراني وويل چې کونسل د ښځو حقوقو په اړه د ښځو حقونو خوندیتوب شق ٢٠٠٦ هم رد کړی دی ځکه چې دا د اسلامي اقدارو مطابق نه دی او حدود ارډينينس په موجودګي کې د نوې قانون ضرورت شته.

د مذهبي سپکاوي په اړه غلط تور لګونکو ته په اسلام کې د سزا په باب د سني اتحادکونسل مفتي کريم وايي:

((که څوک د دروغو الزام لګوي، هغه ته به د درواغ ویلو سزا ورکول کيږي يعني د اتيا کوړو سزا به ورته ورکول کېږي، د بيا لپاره به د هغه شهادت نه منل کېږي او له دې علاوه که حکومت ګڼي چې خلک په ناجايزه توګه داسې کوي چې توهين رسالت په اړ کې غلط الزام لګوي نو بيا په هغه کې د تعزير په توګه څه نوره سزا لکه د قيد سزا هم ورکول کيداﺉ شي، جرمانه هم کيداﺉ شي خو دا خو نه شي کيداﺉ چې هغه ته دې د مرګ سزا ورکړل شي))

یاده دې وي چې تيره اونې د اسلامي نظرياتي کونسل د معمول دوه ورځنۍ غونډه وشوه چې په کې ډي اېن اې ټيسټ د لومړني شهادت په توګه قبلول او د مذهبي سپکاوي تر نامه لاندې غلط الزام لګونکو ته د مرګ سزا تجويز شوی وو.
XS
SM
MD
LG