د لاسرسي ځای

د پېښور پښتنو د ستر غم پر وخت راته یوه لویه حوصله او تکیه راکړې ده. په دې مرستې سره مو له مسلمانانو سره ټولنيز تړون نور هم پياوړی شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د مرکز پيښور په کوهاټي بازار کې په ال سینټس کليسا کې د غبرګو ځانمرګو بريدونو که یوه خوا په پېښور کې اوسېدونکو عيسایانو ته یو لوی ټکان او صدمه رسولې نو بل خوا دوی وايي، چې د پېښور پښتنو د دغه ویر او ستر غم پر وخت دوی ته یوه لویه حوصله او تکیه ورکړې ده. او زیاتوي چې په دې خواخوږۍ او مرستې سره له مسلمانانو سره ټولنيز تړون نور هم پياوړی شوی دی.

د مشال راډیو همکار مجيد بابر یې په اړه راپور لري.

XS
SM
MD
LG