د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د دوو ډلو نښته کې یو تن مړ دوه ژوبل


کراچۍ کې د پېښور پر یوې کلیسا د حملې پر ضد عیسایانو احتجاج کاوه، کله چې له احتجاج وروسته دوی خپلې علاقې مایکل ټاون ته ستنیدل نو پېښه رامنځته شوه.

د کراچۍ پولیس وایي، د ګل (دوشنبې) په ماښام د ښار په کورنګۍ سیمه کې د دوو ډلو ترمنځ په وسله واله نښته کې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.


د زمان ټاون د پولیسو مشر دین مامد نن د سه شنبې په سهر مشال ریډیو ته ویلي دي په پېښور کې پر کلیسا د ترسره شوې حملې په ضد د سیمې خلک په احتجاج وتلي و، او کله چې د احتجاج روسته دوي خپلې علاقې مایکل ټاون ته ستنیدل نو دغه پېښه رامنځته شوه.

((د پېښور پر پېښه دوی احتجاج کاوه ، په واپسې کې دوی دغلته په سیمه کې د خلفا راشدین جومات له مخې تېرېدل نو نامالومه کسانو د جومات پر تختۍ کاڼي وورول، له هغه وروسته د جومات د خلکو او مظاهرینو ترمنځ نښته شورو شوه. د دې په نتیجه کې د جومات د خلکو یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي))

د پولیس افسر دین محمد په خبره د پولیسو او رینجرو ګڼ سرتېري په سیمې ته استول شوي دي خو لا هم په علاقه کې کړکیچ دوام لري.

د سیمې خلک وایي، د کورنګۍ په ۳ نمبر ،مایکل ټاون او خواوشا سیمو کې هوایي ډزې روانې وې. د دې ترڅنګ تېره شپه نامالومه کسانو دوه کورونه او دوه دوکانونه هم سوځولي دي .
د کراچۍ د کورنګي ټاون پولیس مشر پیر محمد شاه رسنیو ته ویلي دي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي ختمولو په موخه د سیمې د مسلمانانو او مسیحي مذهبه مشرانو ترمنځ د روغې جوړې خبرې شورو کړي دي. نوموړي ویلي له سیمې یې له دواړو خواوو په تشدد کې ککړ نزدې ۴۵ مشکوک کسان هم نیولي دي.

د کراچۍ په کورنګۍ ټاون کې د مسلمانانو ترڅنګ ګڼ عیسایي مذهبه کورنۍ استوګنه لري. په دغه ټاون کې واقع مایکل کالونۍ هغه سیمه ده چې په کې تر ۲۰۰ زیات کورونه د عیسایانو دي.

د مایکل کالونۍ د ګرجا مشر امجد مشال راډیو ته ویلي دي، په کورنګۍ سیمه کې رامنځته شوې بیګانۍ پېښه د دوی پرامن احتجاج ته د تشدد د رنګ ورکولو سازش دی. د هغه په وینا دوی به خپلو پرامنه احتجاجونو ته دوام ورکوي.

یاده دې وي، د کراچۍ د نورو برخو ترڅنګ په کورنګۍ سیمه کې هم د ګل پر ورځ په پېښور کې عیسایانو پر یوې ګرجا د ترسره شوې حملې پر ضد ټوله ورځ احتجاجونه روان ول، چې له امله یې په یادو علاقو کې کاروبارونه بند ول.
XS
SM
MD
LG