د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګېلا مېرکل ښايي بیا وزیراعظمه شي


د جرمني وزیراعظمه انګېلا مېرکل
د جرمني وزیراعظمه انګېلا مېرکل

د مکمل شویو نتیجو ترمخه د مېرکل محافظه کار کرسچین ډیموکرېټس پارټۍ او دهغې یو اتحادي ګوند د تیر اتوار په انتخاباتو کې۴۱.۵ ووټونه اخیستي دي.

د جرمني وزیراعظمې انګیلا مېرکل ګوند له خپلې یوې اتحادي پارټۍ سره په ګډه د هېواد په انتخاباتو کې لویه کامیابي ترلاسه کړې ده چې په نتیجه کې به یې نوموړې په دریم وار د یورپ د ستر اقتصادی هېواد مشره جوړه شي.


د مکمل شویو نتیجو ترمخه د مېرکل محافظه کار کرسچین ډیموکرېټس پارټۍ او دهغې یو اتحادي ګوند د تیر اتوار په انتخاباتو کې ۴۱ اشاریه پنځه فیصده ووټونه اخیستي دي. خو د مېرکل یو بل اتحادي ګوند فري ډیموکراټ پارټۍ چې د سوداګرۍ اړخ ته رجحان لري په دغه انتخاباتو کې له ماتې سره مخامخ شوي دي او یوازې پنځه فیصده ووټونه یې ترلاسه کړي چې له وجې یې دغه پارټۍ پارلیمان ته په رسیدلو کې ناکامه شوې.

دا نتیجې ښيي چې مېرکل به په دویم نمبر راغلي ګوند سره د پراخ اتحاد جوړولو لپاره مذکرات وکړي. نوموړې له دوهمه نړیواله جنګه پس د هېواد درېیمه سیاسي مشره ده چې په درېیم وار د هېواد چانسلره جوړېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG