د لاسرسي ځای

پر پېښور ګرجا برید: مړي ۸۱ تنو ته ورسېدل


د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون، په روم کې د عیسايانو مذهبی مشر پوپ فرانسېس او د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پر پېښور ګرجا د بریدونو غندنه کړې ده.

پیښور: د عیسایانو په یوه ګرجا کې له پروني(یکشنبه ، اتوار ورځ) ځانمرګي بریده د وژل شویو کسانو شمېره یو اتیا (۸۱)تنو ته رسیدلې ده. په پیښه کې ۱۰۶ کسان ژوبل شوي ول چې پکې ځېنې سخت ژوبل دي.


د داخله چارو مرکزي وزیر چوهدري نثار علي خان پرون د یکشنبې پر ورځ د لیډي ریډنګ هسپتال د دورې په وخت رسنیو ته وویل، ((کوم داسې مذهب دی، کوم یو قانون دی، چې پر ښځو د دا ډول بریدونو اجازت ورکوي. اووه واړه ماشومان هم وژل شوي دي. ۳۷ ماشومان او ښځې هم سختې ژوبلې دي. وفاقي حکومت به دا ګرجا په خپله خرچه جوړوي. او موږ په ټول ملک کې د درو ورځو ویر اعلانوو.))

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف په سختو ټکي د برید غندنه کړې او امنیتي ادارو ته یې حکم کړې چې د ټولو مذهبي اقلیتونو د عبادت خانو د امنیت لپاره دې ټینګ ګامونه پورته کړي.



د پیښور ضلعي انتظامیې مشر ظهیرالاسلام بیګا رسنیو ته ویلي په دې پیښه کې د چرچ د حفاظت لپاره دغلته موجود یو پولیس واله وژل شوی او یو ژوبل دی.

د هېواد په بیلا بیلو برخو کې پر ګرجا برید خلاف مظاهرې شوي دي. دا راز صدر ممنون حسین، د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون او په روم کې د عیسايانو مذهبی مشر پوپ فرانسېس هم د برید غندنه کړې ده.

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د پېښور کلیسا کې ترهه ګر بریدونه په کلکه وغندل.
په هغه بیان کې چې/ د افغان حکومت په رسمي وېبپاڼه شایع شوی د ښاغلي کرزي لخوا ویل شوي، دا ډول وحشیانه حملې چې قربانیان یې ملکي وګړي دي له انسانیت سره دښمني ده.

ولسمشرکرزی زیاتوي، دا بریدونه ښيي چې پاکستان د تره ګرۍ له خطر سره مخامخ دی او په کار ده چې د دې خلاف سنجیده ګامونه پورته کړل شي.

ښاغلی کرزی همداراز د ترهګرۍ او سختدریځۍ خلاف مبارزه کې له پاکستان سره د افغانستان له خوا د هر راز همکارۍ ډاډ ورکوي.
XS
SM
MD
LG