د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ملاکنډه پوځ باید ووځي او که نه ؟



له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې اونيزې مجلې فرايډی ټايمز په يو راپور کې راغلي، د روانې مياشتې په ۱۵ مه نېټه په بره دير کې د طالب وسله والو لخوا د پاکستاني پوځ د يو جرنيل او د هغه د دوو کمانډرانو وژنې د خيبر پښتونخوا حکومت د دې پرېکړې په اړه چې وايي له ملاکنډ ډويژن څخه دې پوځي ځواکونه ووځي، پوښتنې راپورته کړې دي.


د پاکستاني پوځ په افسرانو دغه بريد يوه ورځ وروسته له هغې وشو چې د خيبر پښتونخوا اعلی وزير د بونير او شانګلې ضلعو نه د پوځي سرتېرو د وتلو د پرېکړې منظوري ورکړه.

په راپور کې د خيبر پښتونخوا د صوبايي وزير شوکت يوسفزي خبره راخيستل شوې چې ويلي يې دي، تحريک انصاف ګوند د پاکستاني پوځ قربانيو ته سلام کوي، خو اوس چې په سيمه کې امن بيرته پر ځای شوی، پوځي سرتيري بايد خپلو بارکونو ته ستانه شي.

راپور زياتوي، پاکستاني پوځيان د ۲۰۰۹ م کال په مئي مياشت کې په سوات دره کې د دې له پاره ځای پر ځای کړل شول چې د ملا فضل الله په مشرۍ ، د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو پر ضد عمليات وکړي.

د سوات نږدې دوه نيم ميليونه خلک خپلو کورونو پرېښودو او د پېښور، مردان ، صوابۍ، کراچۍ او نورو ښارونو د خپلو خپلوانو کورونو او يا هم د دوی له پاره په جوړو شويو کيمپونو کې اوسېدو ته اړ کړای شول.

د ۲۰۰۹ م کال په جولايي مياشت کې پوځ ادعا وکړه چې سيمه يې بيرته کنټرول کړې، ټول ترهګر يې يا خو وژلي، ژوندي يې نيولي او يا دا چې ورڅخه ځينې له سيمې تښتېدلي دي.

په راپور کې بيا د عوامي نيشنل ګوند په حواله ويل شوي چې د تحريک انصاف په مشرۍ د خيبر پښتونخوا حکومت له طالب وسله والو وېريږي. د دې ګوند يوې غړې بشری ګوهر مجلې ته ويلي، صوبايي حکومت ترهګرو ته زمينه برابروي چې بيرته په سوات کې سره غونډ شي او د ۲۰۱۴ م کال نه وروسته، چې بهرني ځواکونه به له افغانستانه وتلي وي، پټن ځايونه او د تربيې مرکزونه ولري.

د مجلې په راپور کې دغه راز راغلي، په سيمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد د جوړو شويو امن کمېټو غړي هم له ملاکنډ ډويژن څخه د پاکستاني پوځي سرتېرو د اېستلو د خيبر پښتونخوا حکومت له پرېکړې خوشاله نه دي.

د ځايي امن کمېټو غړي، چې يو شمېر ملګري يې وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې وژلي دي، وايي چې د سيمې اوسيدونکي د عامو خلکو پر وړاندې د ترورستي بريدونو د بيا پيليدو له امله اندېښمن دي.

د راپور په پای کې د پېښور هايي کورټ د مشر قاضي دوست محمد خان هغه خبره راخيستل شوې چې تېره سه شنبه يې د سوات درې د امنيتي حالت په اړه د يوې مقدمې اورېدنې پر مهال د خيبر پښتونخوا حکومت ته وويل چې له يادې سيمې د پوځي ځواکونو د ویستلو په معامله کې دې بيړه نه کوي.
XS
SM
MD
LG