د لاسرسي ځای

تازه خبر

دبلوچستان نه تښتول شوي ډاکټران خوشې شول



د بلوچستان درې تښتول شوي ډاکټران له خوا و شا درېوو میاشتو وروسته پرون ناوخته خوشې شول.د چارواکو او د ډاکټرانو د کورنۍ د غړیو په خبره،ډاکټران په شمالي وزیرستان کې پرېښودل شويدي.د ډاکټرانو خپلوانو مشال راډیو ته پرون وویل چې یاد شوي ډاکټران وروسته له هغې خوشې شوي چې دوی ډیرې زیاتې پیسې برمته کونکو ته ورکړې.تر دې دمه د تښتوونکیو کسانو پېژندګلوي نه ده شوې.


یاده دې وي چې د لورلایي ډویژنل روغتون درې ډاکټران،ډاکټر محمد انور،ډاکټر نصرالله او ډاکټر محمد ایاز د روغتون له دوو نورو کارکوونکیو سره یو ځای هغه وخت و تښتول شول،کله چې دوی د تیر جون میاشتې پر یوولسمې نيټې د لورالایي نه د ژوب پر لور روان وو.

دبلوچستان ایالت نه څو ورځې وړاندې وسله والو د زړه د ناروغۍ متخصص ډاکټر مناف ترین هم تښتولی و چې تر اوسه یې نه څرک لګیدلی او نه هم چا یې د تښتولو پړه منلې ده. ځیني خلک انګیري چې اوس په دغه ایالت کې د مشهورو خلکو تښتول او په بدل کې یې په لویه پیمانه تاوان وصولول د معمول خبره ګرځیدلې ده.

XS
SM
MD
LG