د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین: ډاډه یو د شام حکومت به خپله ژمنه عملي کړي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، ډاډه دی چې د شام حکومت به د کیمیاوي وسلو د له منځه وړو په برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، ډاډه دی چې د شام حکومت به د کیمیاوي وسلو د له منځه وړو په برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.


د شام ولسمشر بشاراسد هم وايي، چې پرخپلو ژمنو ولاړ دی خو زیاتوي چې کول یې وخت او سلګونه میلیونه ډالره لګښت غواړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، که څه هم دی سل په سله ډاډه نه دی چې د شام د کېمیاوي وسلو د له منځه وړلو پروګرام به په بریالیتوب عملي شي خو زیاتوي چې د سورېې د حکومت وروستیو اقداماتو ډاډ رامنځ ته کړی چې دا کار به وشي.

پوتین د خپل هېواد د خبریالانو او کارپوهانو یوې ډلې ته په وینا کې وویل، دی لاهم په دې عقیده دی چې دمشق ته نژدې د اګست پر ۲۱ نېټه د کیمیاوي وسلو برید چې له څوارلس سوو زیات کسان یې ووژل یو سازش وو.

"ټولې نښې نښانې ښيي چې؛ دا برید یو پاروونکی عمل و. دا یو چل و، چې په ډېر مهارت ترسره شو ."

لویديځ هېوادونه وايي چې؛ د ملګروملتونو د کارپوهانو راپور د دې حملې پړه د شام پر حکومت اچوي، خو د شام حکومت او روسیه د بشاراسد ضد وسله وال یاغیان د دې برید مسوول ګڼي.

ولسمشر اسد له فاکس نیوز سره په ټلویزیونې مرکه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې؛ د ده حکومت دا حمله نه ده کړې:

"دا داستان سر ترپایه سم نه دی او حقیقت نه لري. زه په لنډه درته وایم چې نه دا کار موږ نه دی کړی. موږ په غوطه نومې سیمه کې کیمیاوي وسله نه ده کارولې ځکه که تاسو دا کار کوئ نو په هغه ځای کې خپلو سرتېرو او همداراز په دمشق کې زرګونه ملکي وګړو ته زیان رسوئ."

ولسمشراسد څرګنده کړه حکومت یې ژمن دی چې؛ خپله د کیمیاوي وسلو زېرمه به له مینځه وړي خو ده زیاته کړه چې د دې پروګرام عملي کول یوکال وخت او یو میلیارد ډالر لګښت غواړي، او هېواد یې دا پیسې نه لري.

اسد وویل حکومت یې د دې کار تجربه نه لري.

روسیې او امریکا تېره اونۍ موافقه وکړه چې پر شام د امریکا د پوځي حملې د مخنیوي لپاره به د بشاراسد حکومت خپلې د کیمیاوي وسلو زېرمې د ملګروملتونو ادارې ته سپاري.

د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو ویلي چې هېواد یې داسې کوم پروګرام نه لري چې د شام کیمیاوي وسلې په خپل قلمرو کې له منځه یوسي.

روسیه او امریکا د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د کیمیاوي وسلو د بېلابېلو ډولونو له مینځه وړلو لپاره لازمه ټکنالوژي لري، خو د امریکا د قوانینو له مخې د دې هېواد قلمرو ته د کیمیاوي وسلو ننوتل ممنوع دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG