د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا د ګمرک عواید درې برابره لوړ شوي دي


دپکتیکا د ګمرک چارواکي وایي، چې په اداره کې یې د فساد او په قاچاقي لارو د مالونو د لېږد رالېږد مخه نیولې او د تېر کال په پرتله یې عواید درې برابره لوړ شوي.

د پکتیکا د ګمرک چارواکي وایي، چې په اداره کې یې د فساد او په قاچاقي لارو د مالونو د لېږد، رالېږد مخه نیولې او د تېر کال په پرتله یې عواید درې برابره لوړ شوي دي.


د پکتیکا د ګمرک چارواکي وايي، چې په نوموړې اداره کې د مالي فساد پر ضد مبارزه، پر ګمرکي چارو کلک کنټرول او په قاچاقي لارو د مالونو د لېږد رالېږد مخنیوی د دې لامل شوی، چې د یاد ولایت د ګمرک عواید د تېر کال د همدې میاشتو په پرتله درې برابره ډېر شي.

د پکتیکا د ګمرک رئیس محمدنعیم رحیم زوی مشال راډیو ته وایي، چې اوسمهال د یاد شوي ګمرک میاشتني عواید د ۳۶ لکو افغانیو څخه لس نیم میلیونه افغانیو ته لوړ شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د عوایدو د ډېریدو لامل ښه اداره او له محصول کولو څخه د موټرو د فرار مخنیوی او څلریشت ساعته په لویو او قاچاقي لارو څارنه ده:

((په لومړي سر کې چې دې ځای ته راغلم، زموږ میاشتني عواید ۳۶ لکه افغانۍ وو، نو کرار، کرار يې رشد کاوه او دفرار مخه مو نیوله، فعلاً د دې میاشتې زموږ عواید یوسلو پنځه لکه افغانۍ وو، دا د هغو پخوانیو عوایدو درې برابره دي، عمده لامل يې دا وه، چې فرار ډېر وو، زموږ د مراقبت ټیم ډېر فعال دی، هغوی څلریشت ساعته د سړک پرغاړه ولاړ وي، یو موټر هم دې ته نه پریږدي، چې وتښتي، نو عمده وجه يې همدا د فرار د بهیر مخنیوی دی.))

د غزني ولایت اوسیدونکی عصمت، چې موټر یې د ګمرک مخې ته د ګمرکي محصول د ورکولو له پاره درولی، وايي چې اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، په پاټکو کې شوکول کیږي او د پخوا په پرتله دوه سوه افغانۍ د ګمرک په نامه محصول ترې زیات اخیستل کیږي:

((مخکې پنځه زره سل افغانۍ ګمرک وو، اوس دوه سوه افغانۍ زیات شوی دی، خروج هم درڅخه اخلي، عریضي پیسې هم درڅخه اخلي، پټکونه هم داسې ووایه چې سل دوه سوه افغانۍ هر پټک درڅخه اخلي، مطلق زور درسره کوي، چې یوه خبره ورسره کوې، درته وايي چې له موټره دې ښکته راغورځوم ، وهمه دې، مخکې کوم ریټ چې وو، اوس دوه سوه افغانۍ زیاتې اخلي.))

خو د ګمرک رئیس د نوموړي ډریور خبرې ناسمې بولي او وایي، موټروان ته چې د ګمرک د مامورینو له خوا کومه پاڼه ورکول کیږي هغه یو کال اعتبار لري، خو ځینې پوځي ارګانونه چې هغه يې نزاکتاً له نوم اخیستو ډډه کوي، په دې پلمه چې پارچه يې څلور، پنځه ورځې مخکې اخیستې له ډریور څخه ناقانونه پیسې اخلي، نو دا چې په خلکو کې د عامه پوهاوي کچه کمزورې ده، هغوی د امنیتي موظفینو او د ګمرک د مامورینو توپیر نه شي کولای او فکر کوي، چې د ګمرک کسان په فساد کې ښکیل دي.

بلخوا د ارګون یو تن دوکاندار تاج محمد مشال راډیو سره په خبرو کې د ګمرک د عوایدو ډېریدل د خپلسریو د له منځه تللو، د مالونو زیاتوالي او په قاچاقي لارو د موټرونو دتیښتو مخنیوي سره تړلي ګڼي:

((تر هر څه نه مهمه خبره دا ده چې له یوې خوا نه باري موټرې زیاتې شوي دي، په هغه لارو چې موټر پرې راځي او یا عواید پرې ترلاسه کیږي، پخوا به ډېرې موټرې بغیر له ګمرک نه په شاوخوا لارو باندې په غلا باندې تیریدلې، اوسمهال د ګمرک نفر زیات شوي دي، نو هغه موټر چې پټ به وتل د هغو مخنیوی وشو، یو علت يې دا هم کیدای شي، چې په ګمرک کې نوي ګمارل شوي کسان داسې به ووایو، چې استعداد هم لري.))

د پکتیکا د ګمرک چارواکي داسې مهال د نوموړي ولایت په ګمر
کي عوایدو کې د پام وړ ډېریدو خبره کوي، چې د سیمه والو په خبره اوس هم یاد ولایت ته په لسګونو فرعي لارو باندې د مالونو لارۍ له ګمرک پرته ورځي او په دې توګه د عوایدو یوه لویه برخه ضایع کیږي.
XS
SM
MD
LG