د لاسرسي ځای

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د پښتونخوا مشر شېر محمد وايي چې د سرکاري ادارو اهلکار خلک په لا قانونه توګه پورته کوي او بيا يې عدالتونو ته نه سپاري.

پراګ: په هالېنډ کې د جنګې جرايمو په اړه يوې څېړنيزې ادارې د چارشنبې په ورځ د هغو پنځه زره کسانو یو لسټ خپور کړی چې په ۱۹۷۸م او ۱۹۷۹م کلونو کې په افغانستان کې د هغه وخت د حکومت او استخباراتي ادارې لخوا تر نيول کېدو وروسته وژل شوي وو.


بلخوا په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونه او د لادرکه شوو کسان خپلوان اوس هم غوښتنه کوي چې په دغه هيواد کې دې د امنيتي او استخباراتي ادارو لخوا په زرګونه تري تم شوي کسان را خوشي کړل شي او که چېري دوی په يو تور نيول شوي وي نو عدالت ته وسپارل شي چې په اړه يې پرېکړه وکړي.

په پاکستان کې تر ټولو زيات لادرکه شوي کسان په بلوچستان او ورپسې په خېبر پښتونخوا کې دي. د ورک شوو بلوڅانو د تنظيم (وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز) مرستيال مشر عبدالقدير بلوڅ مشال راډيو ته وويل، چې له تېرې يوې لسيزې راهيسې د پاکستان امنيتي او استخباراتي ادارو په زرګونه بلوڅان تښتولي او ورک کړي دي.

((د لسو يوولسو کلونو څخه نېولې بيا تر نن پورې اتلس زره کسان بې درکه دي. او د ۵۱۰ کسانو خراب شوي مړي موږ تر لاسه کړي دي. زموږ سازمان او د ورک کړل شوو کسانو خپلوان دا وايو چې زموږ خلک اېف سي، اېم آی او آی اېس آی پورته کوي او د دې شاهدان هم په موږ په سپريم کورټ کې وړاندي کړي دي))


که څه هم د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس افتخار محمد چودري په وار وار په اسلام آباد او کوټه کې د لادرکه کسانو د مقدمې ۸۱ پېشۍ اورېدني کړي دي او د امنيتي او استخباراتي ادارو له چارواکو يې سپيناوی غوښتی دی خو قدير بلوڅ د پاکستان له سپريم کورټ او حکومت څخه نور ناهيلی شوی او غوښتنه کوي چې د دوی مقدمې دې ملګري ملتونه يا د بشري حقونو نړيوال سازمانونه پر مخ بوزي.

د بلوچستان سربېره په خېبرپښتونخوا کې هم يو شمېر خلک د خپلو خپلوانو د لادرکه کېدو خبره کوي او غواړي چې د هيواد له آيين سره سم دي انصاف ورسره وشي. د خېبر پښتونخوا په پېښور های کورټ کې سرکاري وکيل اقبال مومند مشال راډيو ته وويل چې له صوبې څخه د پنځه زره په خوا وشا کې کسان غايب شوي دي.


((د ۲۰۰۸م نه نيولې تر اوسه پنځه شپږ زره کسان غايب دي. او اوس چې په های کورټ کې يې مقدمې ځنډول شوي دي هغه څه کم څلور سوه کسان دي. دا تعداد ۳۸۵ ته را ورسېدی خو بيا نورې مقدمې هم راغلې او اوس دا تعداد تقريباً ۴۰۰ ته رسېدلی دی))


بلخوا د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د خېبر پښتونخوا مشر شېر محمد وايي چې د سرکاري ادارو اهلکار خلک په لا قانونه توګه پورته کوي او بيا يې عدالتونو ته نه سپاري.


((زما په خيال دا يوازينی وطن دی چې د خپل شهري حق چې په آيين کې ورکړل شوی دی هغه نه تسليموي. خلک ورک شي، سرکاري اهلکاران يې وتښتوي، د قانون خلاف يې نه عدالت ته پېش کوي او نه يې مجسټرېټ ته پېش کوي. په مياشتو او کلونو د دوی سره پروت وي. بيا کله د هغه مړی راووځي، کله بيا چې راووځي نو په لاس او پښو شل وي، کله ذهني طور لېونی وي او کله بيا د سره ورک وي او هډو راښکاره يې نه کړي))


د دې سربېره د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن مرکزي مشره زهره يوسف دا مني چې په زرګونه خلک ورک کړل شوي دي خو وايي چې د عدالتونو لخوا د دغو کسانو مقدمو ته پاملرنې يو څه بدلون راوستی دی.

((د سپريم کورټ په هڅو سره بيا هم ډېر خلک واپس راغلي دي. داسي ډيري مقدمې وې چې خلک خو ژوندي نشو پيدا خو د هغوی مړي وموندل شول. خو د سپريم کورټ په پاملرنه سره څه فرق راغلی دی. بلخوا په خېبر پښتونخوا کې پېښور های کورټ هم په دې لړ کې ډېر فعاله دی. که څه هم نتيجې به يې ډيري د ډاډ وړ نه وي خو فرق راغلی دی))


د پاکستان امنيتي او استخباراتي ادارې که څه هم پر ځان لګېدلي تورونه ردوي خو زهره يوسف هيله څرګندوي چې د ورکه شوو او په پټه د وژل شوو کسانو کره شمېره او ريښتنې مالومات به هم يو وخت مخې ته راشي او د نورو هيوادونو د جنګي جرايمو په څېر به هر څه په ډاګه شي.
XS
SM
MD
LG