د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتوخوا: د ټانک قامي اسمبلۍ چوکۍ تحریک انصاف یووړه


د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د قومي اسمبلۍ په پنځه ویشتمه حلقه د ضمني ټاکنو غیر سرکاري نتایج مخې ته راغلي چې ترمخه یې د پاکستان تحریک انصاف امیدوار داور کنډي ۷۳ زره ووټونه اخیستي او بریا یې تر لاسه کړې ده.


د ده په مقابله کې د مولانا فضل الرحمان زوی مولانا اسد محمود ولاړ وو چې ماتې يې خوړلې ده. هغه څه باندې ۶۶ زره ووټونه اخیستي دي.

په دی ټاکنو کې د يوې ښځی اميدواري ګلان بي بي په شمول د نورو ۱۷ ميدوارانو ترمنځ مقابله وه. دا حلقه مولانا فضل الرحمان خالي کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG