د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د خپلو پوځي اډو د امنیت بیا کتنه کوي


د ګل پر ورځ واشینګټن ډی سي: په سمندري پوځي اډې کې یوه پخواني سرتېري په ډزو کې ۱۳ کسان ووژل
د ګل پر ورځ واشینګټن ډی سي: په سمندري پوځي اډې کې یوه پخواني سرتېري په ډزو کې ۱۳ کسان ووژل

د امریکا د دفاع وزير چک هیګل په واشینګټن ډی سي کي یوې سمندري پوځي اډې کې د ډزو له دړدونکې پېښې وروسته چې ۱۳ کسان په کې ووژل شول ، په ټوله نړۍ کې د امریکا د د پوځي اډو پر امنیت د بیا غور کولو حکم کړی دی.


هیګل د چارشنبې په ورځ د هغو کسانو د مجرمانه ريکارډ او اسنادو د بیا کتنې حکم هم ورکړ چې د امریکا پوځي اډو ته د ننوتو اجازه لري .

د امریکا د دفاع وزیر د دې مسلې څیړنې لپاره یوه خپلواکه کمیټۍ هم جوړه کړي ده.
نوموړي ویلي دا ډله کولی شي په شته امنیتي سیستم کې نیمګړتیاوې معلومې کړي چې د له منځه وړلو هڅه یې وشي.

د تېر ګل یا دوشنبې پر ورځ د ارون الکسیس په نوم د امریکا د نيوي يو پخواني سرتیری په واشینګټن کې د امریکا یوې پوځي سمندري اډې ته ننوت او بې دریغه ډزې یې پیل کړې .

څلور دیرش کلن ارون الکسیس وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو. نوموړې د سمندري ځواکونو د یوه بااعتباره کارډ لرلو په مرسته پوځي اډې ته ننوتی و .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG