د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د تاجکستان د کرکټ لوبغاړي روزي


د افغانستان د کرکټ بورد مسوولین وایي چې؛ د تاجکستان د کرکټ له ټیمونو سره د روزنې او تخنیک برخه کې مرسته کوي.


د کرکټ بورد مسوولینو له تاجکستان سره د مرستې دغه لړۍ د پنجشنبې په ورځ په رسمي توګه پیل کړه.

په ورته وخت کې د تاجکستان د فدراسیون مشر د افغانستان د کرکټ بورد د دې مرستې هرکلۍ وکړ او ویې ویل چې؛ دا مرستې کولای شي د تاجکستان د کرکټ ټیمونو د تقویې په برخه کې مرسته وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورد چې له رامنځ ته کیدو یې یوازې څو کاله کیږي، د لومړي ځل لپاره د یو بل هېواد د کرکټ ټیمونو ته روزنه ورکوي.

د کرکټ بورد مسوولینو د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې؛ د افغانستان کرکټ بورد اوس د دې وړتیا لري چې له نورو هېوادونو سره په تخنیکي او روزنیزو برخو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورد مسوولینو د پنجشنبې په ورځ د تاجکستان د کرکټ لوبغاړو د روزنې پروسه رسماً پيل کړه.

د کرکټ بورد مسوولینو د تاجکستان د کرکټ ټیم لوبغاړو ته بیټونه، جامې، توپونه او د کریکټ ځینو نور وسایل د مرستې په توګه ورکړل او ویې ویل چې دا مهال یې دوه لوبغاړي تاجکستان ته د تاجک کرکټ لوبغاړو د روزنې لپاره لیږلې دي.

د کرکټ بورد د مسوولینو د معلوماتو له مخې د افغانستان د کریکټ ټیم تراوسه پورې په څلویښتو نړیوالو لوبو کې ګډون کړې او دوه ویشت یې ګټلې دي.

دې ټیم د روان میلادي کال په جون میاشت کې د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا له دریمې درجې نه دویمې درجې ته لوړ شو او د نړۍ په کچه دولسم پیاوړی ټیم دی.

د تاجکستان د کرکټ د فدراسیون مشر چې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې په دې ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان د کرکټ بورد د مرستو ستاینه وکړه:

(د افغانستان کرکټ بورد موږ سره ډیره مرسته کړې، د دوی په مرسته زموږ ټيمونه ډیر شول.
اوس موږ د ځوانانو اته ټیمونه لرو چې دا زموږ له ټیمونو سره د افغانستان د کرکټ ټیم د دوه وو غړیو ښاغلي اسدالله او احمد شاه مرسته وه.

موږ تخنیکي مرستې ته هم ډیره اړتیا لرو ځکه کله چې ټیمونه لویيږي روزونکي هم باید ډیر شي).

افغانستان په دې وروستیو کلونو کې د سپورت په برخه کې ښې لاسته راوړنې لرلې چې ښه بیلګه یې د فوټبال د ملي ټیم د تیرې اوونې بریا ده چې د جنوبي آسیا په کچه یې اتلولي ترلاسه کړه.

همدا راز د کرکټ د نولس کلنو ټیم څو میاشتې مخکې یې د آسیا په کچه اتلولي ترلاسه کړه او د ۲۰۱۴ م کال نړیوال جام ته یې لاره پیدا کړه.

خو د کریکټ بورډ چارواکي وايي چې د نورو هیوادونو د لوبغاړو د امتیازاتو په پرتله د افغان لوبغاړو امتیازات لا هم په نشت حساب دي او دولت باید نور امکانات هم ورته برابر کړي.
XS
SM
MD
LG