د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ظفر بلوچ له وژنې پس کراچۍ ترینګلې ده


د کراچۍ لیاري کې د ناقانونه امن کمېټې د وژل شوي مشر ظفر بلوچ مړی وړل کېږي
د کراچۍ لیاري کې د ناقانونه امن کمېټې د وژل شوي مشر ظفر بلوچ مړی وړل کېږي

(( ظفربلوچ او د هغه ملګری په موټر سایکل ناست و چې وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې او هغه له خپل ملګري سره یوځای ووژل شو))

کراچۍ :پولیس چارواکي وایي د کراچۍ ښار لیاري ټاون په بزنجو څلورلاره کې د شورو (چارشنبې) په ماښام نامالومه وسله والو په ډزو د لیاري امن کمیټي رهنما ظفربلوچ او د هغه ملګری محمدعلي وژلي دي.


د جنوبي کراچۍ د پولیسو مشر عبدالخالق شیخ خبریالانو سره په خبرو کې تېره شپه وویل پېښه هغه وخت مخې ته راغله کله چې په دوو موټر سایکلونو ناستو وسله والو له دغې سېمې تیریدونکي ظفربلوچ په نښه کړو

(( ظفربلوچ او د هغه ملګری په موټر سایکل ناست و چې وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې او هغه له خپل ملګري سره یوځای ووژل شو))

د ظفربلوچ د وژنې روسته د کراچۍ د بلوچانو په ګڼ میشته سېمه لیاري ټاون په مختلفو برخو کې نامالومه کسانو هوایي ډزې شورو کړې چې له امله یې په یاده سېمه کې دوکانونو او کاروبارونه نن هم بند دي.

د سند صوبې اعلا وزیر قایم علي شاه د ظفربلوچ د وژنې غندنه کړې او دا پېښه یې په ښار کې د امن دپاره د ترسره کیدونکو هڅو په ضد سازش بللی دی . د وزیراعلا هاوس څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې اعلا وزیرد کراچۍ د پولیسو مشر ته حکم کړی دی چې په پېښه کې ککړ کسان زر تر زره ونیسي .

د یادې پيښې روسته د رینجر ځواک او پولیسو ګڼ شمیر سر تیري په لیارۍ او خواوشا سېمو کې د امنیت د ټینګښت په موخه ځایې په ځایي شوي دي . ددې ترڅنګ د ښار د ریډ زون او اعلی وزیر د ماڼي پيره هم سخته کړې شوې ده .

لیاري امن کمیټي چې پخوانی نوم یې پیپلز امن کمیټي و په کراچۍ ښار کې یوه له شهرت لرونکو ډلو څخه ده . دغه ډله د لیارۍ د سېمې د وژل شوي رحمان بلوچ چې په رحمان ډکیت هم پیژندل کیدو لخوا جوړه شوې وه .

ظفربلوچ د امن کمیټۍ ویاند او مخکښ مشر و. په یاده کمیټۍ وخت په وخت ایم کیو ایم ګوند تورونه لګول چې دغه ډله ددوي د کارکنانو په وژنه او د کراچۍ په بدامنۍ لاس لري . ایم کیو ایم په یاده کمیټي دا تورونه هم لګول چې دوی د پیپلز پارټۍ وسله واله څانګه ده. خو پیپلز ګوند تل دغه تورونه رد کړي دي.


په ۴۶ کلن ظفر بلوچ ددې نه مخکې هم حملې شوي دي ،۲ کاله وړاندې په نوموړي په ترسره شوې یوه حمله کې هغه سخت ژوبل شوی وو.

یاده دې وي په کراچۍ ښار کې دغه پېښه په داسې مهال مخې ته راغلې چې په کراچۍ ښار د رینجر ځواک او پولیس لخوا ګډ هدفي عملیات دوام لري . چارواکي وایي د لیارۍ په سېمه پرون مازیګر د رینجر ځواک د سرتیرو سره د وسله والې مقابلې په مهال درې کسان وژل شوي دي . ددې نه علاوه امنیتي ځواکونو د ښار له بیلا بیلو برخو څخه ۲۹ مشکوک کسان نیولي دي.
XS
SM
MD
LG