د لاسرسي ځای

تازه خبر

حسن روحاني وایي، هیڅکله به اتومي وسله جوړه نه کړي


د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، حکومت به یې هیڅکله اتومي وسله جوړه نه کړي او نوموړی بشپړ واک لري چې د ایران د لانجه من اتومي پروګرام په اړه له غربي هيوادونو سره خبرې اترې وکړي .


د ایران ولسمشر حسن روحاني دا خبره تيره شپه یو امریکايي تلویزون ( این بي سي ) سره په یوه مرکه کې کړي ده.

روحاني همدارنګه ویلي دي چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له اړخه یې یو مثبت او ګټور لیک تر لاسه کړی دی چې د ایران په انتخاباتو کې یې د نوموړي پر بریالیتوب ورته مبارکي ویلې .

د روحاني دا مرکه یوه اونۍ مخکې له هغې خپریږي چې ټاکل شوې ده نوموړی د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ شي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG