د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر شکیل اپریدي خیبر هاوس کې مقدمه چلیږي


د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل انتظامیې د شکیل اپریدي د وکیل هغه درخواست رد کړی دی چې ورکې غوښتنه شوې وه پر شکیل اپریدي باندې دې مقدمه په پېښور کې وچلول شي، ځکه چې که نوموړی خیبر ایجنسۍ ته ولیږدول شو نو د هغه ژوند به په خطر کې شي.


د شکیل اپریدي وکیل نن د پنجشنبې په ورځ د مشال راډیو خبریال سره د خبرو کولو پرمهال ددې خبرې پخلی وکړ.

بل پلو د خيبر قبایلي سيمی پوليټیکل ايجنټ د مشال راډیو خبر یال ته ويلي دي چی د ښاغلي اپريدي د مقدمي سر دوباره اوريدنه به د رواني میاشتې د ۲۴مي نيټی نه په خيبر هاوس پيښور کي شروع کيږي .

خو بل پلو د شکيل اپريدي وکيلانو هغه ته په امنيتي ګواښونو سخته اندیښنه ښودلي ده .

شکیل اپريدی ته د ایف سي ار د قانون له مخې د وسله والو ډلو سره د معاونت په تور درې ديرش کاله سزا اورول شوې وه ، خو دا سزا تيره مياشت دایف سي ار کمیشنر کلعدم ګرځولې وه.
XS
SM
MD
LG