د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان سرحدي پوليسو ۶ پاکستانيان وژلي"


د بلوچستان د ږوب سيمې چارواکي وايي، افغان عسکرو د دې ښار په سرحدي سيمه قمردين کارېز کې د يوې ښځې په شمول شپږ تنه پاکستانيان وژلي او يوه ښځه يې ټپي کړې ده، خو وايي تر اوسه دا نه ده څرګنده چې پر دغو کسانو د افغانستان په خاوره کې ډزې شوي، که د پاکستان په خاوره کې، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د دې پېښې په خلاف د اعتراض په توګه د افغانستان د سفارت سياسي استازى ور بللى دى.


د چارشنبې په ورځ د افغانستان پولې ته څېرمه د بلوچستان د ږوب ښار شمال لور ته په شاوخوا ١١٠ کيلومټرۍ کې د«قمردين کارېز» سيمې اوسېدونکيو رسنيو ته خبر ورکړ، چې افغان سرحدي عسکرو د دې سيمې څو کسان په ډزو وژلي دي.

په ږوب سيمه کې د قمردين کارېز اوسېدونکى ملک محمد ظاهرخان لووڼ وايي دا پېښه پرون سهار د لسو او يوولسو بجو تر منځ پولې ته نيژدې شوې ده:

«دا پېښه له قمردينه د افغانستان پر پوله د پينځويشت شپږويشت کيلوميتره په فاصله شوې، دې ځاى ته (پړکي ډګر) ويل کېږي چې د افغانستان عسکر ورته راغلي او زموږ پر خلکو يې ډزې کړې دي، پينځه کسان پر هماغه ځاى وژل شوي، يوه ښځه ټپي شوې چې دوې ګېنټې وروسته هغې هم ساه ورکړې، د دوى مړي له ملېشه وو سره پراته وو، چې ماښام يې خپلو کورنيو ته ور وسپارل، د افغانستان عسکر تر پولې څو کيلوميټره را اوښتي وو»

ظاهرخان لووڼ وايي، تر دې پېښې وروسته پرون د قمردين سيمې بازار بند وو او سړکونه د موټرو پر مخ تړلي وو او د سيمې خلکو د پېښې په خلاف د پاکستان او افغانستان پر ګډه پوله احتجاج هم کړى دى.

د ږوب سيمې د مرستيال کميشنر ځاى ناستى تاج محمد هريپال وايي، په دې پېښه کې پينځه نارينه وژل شوي او يوه ښځي ټپي شوې، خو وايي دا لا نه ده مالومه چې افغان سرحدي پوليسو دغه کسان د پاکستان په خاوره کې وژلي، که د افغانستان په خاوره کې:

«له موږ سره کره سرچېنه تر اوسه لا نه شته، ځکه چې مرستيال کميشنر ډېر ناوخته ور رسېدلى وو، تياره وه، سم مالومات لا نه شته، خو ناتاييد شويو او عامو سرچېنو موږ ته ويلي چې دغه بريد پر پوله باندې افغان عسکرو کړى دى، چې د لووڼ قبيلې شپږ تنه پکې وژل شوي او يوه ښځه پکې ټپي شوې ده، ناتاييد شوي راپورونه دا هم وايي چې خلکو له خپلو مړيو سره پر پوله احتجاج کړى دى»

ځينې پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان په خاورو کې د افغان سرحدي پوليسو او وسلوالو طالبانو تر منځ جګړه شوې، خو کله چې وسلوال د پاکستان خاورې ته را اوښتي، نو افغان عسکرو ورباندې ډزې کړې، چې له امله يې په يوه باغ کې دغه پينځه تنه عام خلک وژل شوي دي، خو وسلوالو طالبانو او افغان چارواکيو لا د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

هلته د دې پېښې په خلاف د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د سياسي چارو استازى د احتجاج په توګه ور بللى او خپل اعتراض يې ورته وړاندې کړى دى.

د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې له افغان چارواکيو غوښتي چې د دې پېښې په اړه پلټنه وکړي او ويلي يې دي چې افغان حکومت بايد د پولې پر سر اړيکو او ګډو مرستو ته په پام سره په راتلونکي کې د داسې پېښو مخه ونيسي، که نه وي دا ډول پېښې به د افغانستان او پاکستان تر منځ د ښو اړيکو د خرابوالي سبب وګڼل شي.

د يادونې وړ ده چې؛ د تېر ٢٠١٢م کال په فبرورۍ کې هم د کلاسيف الله سيمې مربوط پاکستاني سرحدي چارواکيو ادعا کړې وه، چې په باديني سيمه کې دوه تنه پاکستاني کسان افغان سرحدي عسکرو وژلي وو، خو د افغانستان سرحدي چارواکيو ويلي وو، چې دغه کسان وسلوال وو او د افغانستان په خاوره کې يې د ماينونو ښخولو په حال کې وژلي وو.

راپور: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG