د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان کې د ښځو پر وړاندې تشدد زیات شوی"


مختارا مايي یو له هغو مېرمنو ده چې د پاکستان پنجاب کې د جنسي تېري ښکار شوې ده
مختارا مايي یو له هغو مېرمنو ده چې د پاکستان پنجاب کې د جنسي تېري ښکار شوې ده

د بشري حقونو کمیشن وايي، چې د روان کال د جولايي مياشتې تر پایه د غیرت په نامه نژدې ٤٥١ ښځې ووژل شوېدي او په کال ٢٠١٢ کې دا شميره ٩١٨ وه.

پاکستان کې د بشري حقونو کميشن په ملک کې د ښځو پر وړاندې د تشدد پر زیاتېدونکو پيښو اندېښنه ښودلې ده.


د بشري حقونو کمیشن په یوه بيان کې راغلي چې د تشدد پيښې اوس نه یوازې په لرو پرتو سيمو بلکې په غټو ښارونو کې هم زیاتې شوې دي.

د بشري حقونو کمیشن وايي، چې د روان کال د جولايي مياشتې تر پایه د غیرت په نامه نژدې ٤٥١ ښځې ووژل شوېدي او په کال ٢٠١٢ کې دا شميره ٩١٨ وه.
دوی په په خپل بیان کې په تيرو ورځو کې د پنجاب په لاهور ښار کې هم له یوې پنځه کلنې ماشومه سره د جنسي تشدد ذکر کړی دی.

کميشن وايې چې د مسلې د سنګينۍ اندازه له دې لګيدای شي چې یوازې په لاهور کې د روان کال له جنورې مياشتې تر اګست مياشتې د جنسي تشدد ١١٣ او هم په دې موده کې د لاهور پوليسو د اجتماعي جنسي زياتي ٣٢ کيسونه درج کړي دي.

بيان زياتوي چې د روان کال د جولايي مياشتې تر پایه د غیرت په نامه نژدې ٤٥١ ښځې ووژل شوېدي او په کال ٢٠١٢ کې دا شميره ٩١٨ وه.

بشري حقوقو کميشن پر دې هم خپله اندېښنه څرګنده کړې ده چې د اغېزمنو مرسته کوونکو ته په خطرو کې هم اضافه شوېده.

د بشري حقوقو کميشن مشره زهره يوسف وايي، چې په ټولنه کې ښځو ته په تيټه سترګه کتل کيږي او د تشدد داسې پيښې رامخې ته کيدل د افسوس وړ خبره ده.

دا زياتوي چې"زموږ په ټولنه کې چې کوم بدلون راروان دې چې زنانه د خپلو حقوقو په اړه باخبره کيږي، د خپل حق لپاره اواز اوچتوي نو د هغې د مخنیوي له پاره هم دا يو اقدام کيداى شي، چې که هغه د دوی کورونو له اړخه وي او که د ټولنې له طرفه. او تر څو چې د ښارونو خبره ده نو د نورو جرمونو په شان د غيرت په نامه وژنې اوس د کليوالو سیمې غوندې په ښارونو کې هم کېږي نو لګې داسي چې کوم نظام په کليو کې وو هغه اوس په ښارونو کې هم لیدل کيږي"

بلخوا د ښځو حقونو له پاره کارکونکې نګهت داد وايي چې د جنسي تشدد په قانون کې بدلون په کار دې.

"زما په خيال موجوده نوی حکومت چې ورسره پنځه کاله دي په کار ده چې په دغه قوانينو دې غور وکړې ځکه چې دې کې بدلون راوستو ضروت دی، چې د هغه ښځو له پاره خپل اواز اوچت کړي له چا سره چې زياتی شوی دی. دوی تاڼو او عدالتونو ته د دې وېرې له وجې نه ځي چې څلور ګواهان وړاندې کول ناممکنه خبره ده. نو زما په خيال چې کوم موجوده قوانين دي په هغه کې دې بهتري راوستل شي. او د ماشومانو د جرمونو قانون جوړول او دهغې نافذول ډير ضروري دی"

د بشرې حقوقو کارپوهانو د وينا سره سم چې په ښځو د تشدد خلاف يوه د افسوس خبره دا هم ده چې څوک پرې خپل اواز نه اوچتوي او که د پاکستان ولس لږ هم خپل اواز اوچت کړي نو داسي قسمه پيښو کې کمی راتلی شي.
XS
SM
MD
LG