د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: په اورګون کې روغتوني خدمتونه نیمګړي دي


د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ ملکي روغتون، د اورګون زون د نهو ولسوالیو ناروغان د درملنې له پاره ورځي، خو هغوی يې له نیمګړو خدمتونو شکایت کوي

د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د نوموړې ولسوالۍ د روغتون د نیمګړو خدمتونو څخه سرټکوي او له اړوندو مسوولو ادارو څخه غواړي، چې د نوموړي روغتون د خدمتونو معیاري کولو ته پام ډېر کړي.


د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ ملکي روغتون، چې د پکتیکا د مرکز ښرني څخه په پنځه پنځوس کیلومتره لیرې ساحه کي فعالیت لري او د اورګون زون د نهو ولسوالیو ناروغان ورته د درملنې له پاره ورځي، خو هغوی يې له نیمګړو خدمتونو شکایت کوي او وايي، چې کله نا کله حتی په یاد روغتون کې په دې پلمه چې ګواکې عملیات يې د موسسې په پکیج کې نه دي شامل، ډېر عادي عملیات هم نه ترسره کوي.

مراجعین دا هم وايي، چې د یاد روغتون پاکي او نظافت ته هم توجه لږه ده.

په اورګون کي د سادات خصوصي روغتون مسول عزیز اغا مشال راډیو سره په خبرو کې په عمومي روغتون کې ډیری ستونزې د ښه مدیریت د نه شتون له کبله بولي او زیاتوي، چې د نظافت نه مراعت او بسترو ناروغانو ته د مناسبو خوړو نه ورکول هم په روغتون کې د جدي ستونزو په توګه موجودې دي.

دی وایی چې د درملنې په کار کې کمزوري د دې لامل شوې، چې په بیړني حالت کې هم خلک خپل ناروغان او ټپیان خصوصي روغتونونو ته ورولي:

((کافي پرسونل لرو، خو د نظافت کنټرول نه ترسره کیږي، متاسفانه د روغتون ماحول داسې عیار شوی چې د نظم نیمګړتیا په کې جوته ده، سره له دې چې په روغتون کې شپږ تنه ګاردان موظف دي، البته د هر بخش د صفايي په خاطر باندې، خو اصلي ستونزه د روغتون د مسوول ستونزه ده، چې ښه رهبري نه شي کولای او یا له اړوندې موسسې څخه د روغتون حق نه شي غوښتلای.))

د سروبي ولسوالۍ اوسیدونکی حاجي مرجان مشال راډیو ته وایي، چې څو ورځې وړاندې یاد روغتون ته د چوره عملیاتو په خاطر ورغلم، خو د روغتون د ادارې لخوا د نه ځواب راکړل شو او له ناچارۍ مې عملیات په یو خصوصي روغتون کې ترسره کړل، د ده په خبره که په دې روغتون کې دومره واړه عملیات هم تر سره نه شي، نو خلکو ته به يې څه ګټه ورسیږي:

((زه د روغتون د عملیاتو سرجن ډاکټر ته ورغلی وم، د هغې ځواب دا وه، چې تر څو مریض په کټ کې نه وي راغلی او د ژوند او مرګ اخري حد يې نه وي، تر هغه زه څوک نشم عملیات کولای، دا یو ډېر زیاتۍ او نا جایزه ده، چې په دې ځای کې له غریبانو سره کیږي، اوس دا ډاکټر خو یوازې د دې له پاره نه دی راغلی، چې مرګوني ناروغان دې علاج کوي، بلکې مخکې له دې نه چې ناروغ کټ ته ځي باید علاج يې وشي.))

دسیمې خلک وایي، چې په کراتو يې دغه ستونزې له چارواکو سره شریکې کړي، خو د حل له پاره يې ګام نه دی اوچت شوی، دیادې ستونزې په باب د پکتیکا ولایتی شورا رئیس عبدالمبین فقیرزاده مشال راډیو ته وویل، چې دوی سره دا ستونزه نه ده شریکه شوې، خو که عامې روغتیا ریاست په ده اړه اقدام ونه کړي، نو دوی به دې معضلې ته حل لاره ومومي:

((نه پوهیږم چې د اورګون د ولسوالۍ خلکو له صحت عامې سره تماس نیول دی او کنه، نو ښه خبره به داوي، چې اول د صحت عامې ریاست سره په دې اړه تماس ونیول شي، که چیرې هغو اجراات ونه کړل، نو ولایتي شورا د دوی په خدمت کې ده.))

د اورګون ولسوالۍ سرطبیب ډاکټر رحیم شاه په روغتون کې ځینې ستونزې مني، خو وایي چې د دوی د مراجعینو په پرتله د اړوندو لوړو مقاماتو توجه لږه ده، د ده په خبره یاد روغتون ته د ولسوالۍ د روغتون ونډه ورکول کیږي، خو روغتیايي خدمتونو څخه يې د نهو ولسوالیو خلک ګټه پورته کوي.

داکټر شفیق وفا، چې په نوموړي روغتون کې د جراح په توګه دنده ترسره کوي، وايي چې د خلکو هیلې د دوی تر امکاناتو او صلاحیتونو لوړې دي:

((د روغتیايي خدمتونو له پاره لایحه نه دلته په شفاخانه کې جوړیږي، نه په ولایت کې جوړیږي، نه يې IMCجوړوي، دا هغه خلک چې د افغانستان د صحت د بخش عموي مسوولیت پر غاړه لري، نو دا د صحت عامې وزارت څخه جوړیږی، لایحه د DH له پاره جوړه شوې ده، د ولایتي روغتون له پاره جوړه شوې ده، د تخصصي روغتونونو له پاره لایحه وظایف، د عملیاتونو ډولونه په ډاګه شوي دي.

د لوایحو په جوړولو کې د ټولو ارګانونو مسوولین حاضر ول، د دې ټولو غوښتنه دا وه چې هغه عملیاتونه چې په پکیچ کې وي ویې کړه له دې نه بغیر نور عملیاتونه مه کوه، که چیرې دې وکړل او کوم مشکل درته جوړ شو، بیا موږ ته ګیله ونه کړې مسوولیت دې بیا په خپله غاړه ده.))

هڅه مو وکړه چی په دې اړه د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست نظرهم ولرو، خو د ډېرو هڅو سره هم دوی سره په اړیکه بریالي نه شو.

یاده دې وي، چې وړاندې هم مسوولو چارواکو د یاد روغتون د ستونزو د اساسي هواري ژمنې کړې وې، خو سیمه وال وايي، چې لا تر اوسه هم په روغتون کې ټولې ستونزې او نیمګړتیاوې په خپل ځای پاتې دي.
XS
SM
MD
LG