د لاسرسي ځای

"پاکستان، افغانستان و هند ته نه شي پرېښودلئ"


سرتاج عزیز د وزیر اعظم نواز شريف سلاکار

سرتاج عزیز د وزیر اعظم نواز شريف سلاکار

سرتاج عزیز،"زما په خيال زموږ لپاره همدا شرط دى، که هند په افغانستان کې د ځواک خلا ډکولو هڅه وکړه، نو بيا ښکاره خبره ده چې موږ به هم هڅه کوو"

په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د وزیر اعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي: تمه لرو چې تر ٢٠١٤م کال وروسته به د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دغه هېواد کې لاس وهنه ونه کړي.


نوموړي دا څرګندونې د پاکستان له يوه شخصي تلويزيون سره د خبرو پر مهال وکړې.

سرتاج عزيز وايي، چې پاکستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزي سفر ډېر مهم و او په وينا يې چې افغان ولسمشر ته يې د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو ګټه ورپه ګوته کړى دى.

نوموړي په دې اړه وويل:

"کرزى صيب چې د اګست په ٢٦ مه نېټه پاکستان ته راغلى و، نو له هغه سره مو ډېرې مهمې خبرې وشوې. موږ هغه ته وويل، چې دلته خو بهرني خلک ځي او راځي، لومړى انګرېزان راغلل، بيا روسان راغلل او لاړل، اوس امريکايان راغلي دى، هغوی به هم لاړ شي، موږ خو د ټول عمر لپاره ګاونډيان يو او يوځاى اوسېږو، موږ بايد له يو بل سره ښې اړيکې ولرو."

نوموړي زياته کړه، پاکستان به تر ٢٠١٤ م کال وروسته په افغانستان کې په دې شرط لاسوهنه ونه کړي، چې هندوستان هم په دغه هېواد کې د کومې ډلې ملاتړ او د ځواک د خلا ډکولو هڅه ونه کړي:

"زما په خيال زموږ لپاره همدا شرط دى، که چېرته هندوستان په افغانستان کې د ځواک د خلا ډکولو هڅه وکړه، نو بيا ښکاره خبره ده چې موږ به هم هڅه کوو، خو زه هيله من يم، چې بهرني قوتونه او د افغانستان ګاونډي هېوادونه به په افغانستان کې لاسوهنه ونه کړي او په ٢٠١٤م کال چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د ځواک خلا رامنځته کېږي، د هغې ډکولو هڅه به ونه کړي. افغانان دې پرېښودل شي، چې خپله لار پخپله غوره کړي."

سرتاج عزيز همدا راز وويل، چې هېواد به يې د افغانستان د سولې له بهير سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او تر خپل وسه به هڅه و هاند وکړي، څو د افغان طالبانو او افغان دولت ترمنځ مذاکرات پرمخ ولاړ شي.

د پاکستان د سياسي چارو کارپوه ډاکټر سيد عالم مسود له مشال راډيو سره په خبرو کې د سرتاج عزيز د څرګندونو په اړه وويل، چې افغانستان يو خپلواک هېواد دى او خپلواکه پاليسي لري. د هغه په وينا، پاکستان له ډېر پخوا راهيسې افغانستان ته د ستراتېژيکې ژورتيا د پاليسۍ له مخې ګوري، چې يو غلط فکر دى:

"دا لاسوهنه خو له ډېر پخوا نه روانه ده. د پاکستان چې کومه د سټريټيچک ډېبت [ستراتېژيکي ژورتيا] پاليسي ده او دا پاليسي له ١٩٧٢م کاله چې بنګال له پاکستانه جدا شو، نو له هغه مهاله تر ننه د سټريټيجک ډېبت لاندې د پاکستان خارجه پاليسي روانه ده او اوس به دا ګورو، چې تر ٢٠١٤م کال وروسته د افغان خپله ملي اردو، افغان ولس او بيا نړۍ څنګه د پنجابي دغو سوچونو ته شکست ورکوي."

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د نوي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته سرتاج عزيز افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر حامد کرزي او نورو جګپوړو افغان چارواکيو سره کتلي وو او د سيمې په حالاتو او د افغانستان پر وضعيت يې ورسره مفصلې خبرې کړې وې.

راپور: ذبيح الله شفق، پېښور
XS
SM
MD
LG