د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ملا برادر د پرېښودو حتمي پرېکړه سبا کوو"


 د پاکستان وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف

کارپوهان وايي چې د افغانستان د سولي د بهير لپاره د ملا بردار خوشي کول ډير اهميت لري.

پاکستان وايي د افغان طالبانو د يو مهم مشر ملا عبدالغنی برادر د خوشي کولو حتمي پريکړه به سبا د زيارت په ورځ کوي.


دا خبره د پاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف د ترکيي په سفر کې کړي ده.

نوازشریف ترکي ته د خپل رسمي سفر پر مهال د سېشنبې په ورځ په انقره کې خبریالانو ته وویل چې دی تیره میاشت له افغان ولسشمر حامد کرزي سره په اسلام اباد د ملا برادر پر خوشي کولو سلا شوی وو.

خو نوازشریف ویلي چې د ملا عبدالغني برادر د خوشي کېدو د څرنګوالي په اړه به پرېکړه هغه وخت کوي چې دی د سپټمبر پر مه ۱۹ بیرته پاکستان ته ستون شي.

افغانستان د سولې د پروسې د ګړندۍ کېدو لپاره له پاکستانه غوښتنه کړې چې ملابرادر او د طالبانو یوشمیر نور مشران له زندانونو خوشي کړي.

پاکستان ویلي چې ملابرادر به نېغ په نېغه افغانستان ته ونه سپاري بلکې په پاکستان کې دننه به خوشی کړل شي.

کارپوهان وايي چې د افغانستان د سولي د بهير لپاره د ملا بردار خوشي کول ډير اهميت لري.
نور تفصيل زموږ همکار ګل آياز وړاندي کوي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG