د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا او پکتیکا کې ۱۴ وسلوال ووژل شول


د پکتیا په زرمت او د پکتیکا د اومنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې پوځي عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې ۱۴ وسلوال وژل شوي.


د ملي اردو چارواکي وايي، چې د پکتیا په زرمت او د پکتیکا د اومنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې پوځي عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې ۱۴ وسلوال وژل شوي او له هغوی څخه یوه اندازه وسلې او مهمات هم افغان ځواکونو لاس ته لویدلي دي.


د تندر قول اردو څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوه تنه وسلوال نن سه شنبه له غرمې مخکې د یادو ځواکونو په عملیاتو کې د زرمت ولسوالۍ د زوب په سیمه کې د جګړه ییزو عملیاتو په لړ کې وژل شوي، چې د مړو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

همدارنګه په یادو عملیاتو کې له وژل شویو وسلوالو څخه یو میل پیکا ماشیندار او یوه پایه د ایکم مخابره هم افغان پوځیانو په لاس راوړې ده.

د ملي اردو سرتیرو له پولیسو سره په ګډو عملیاتو کې چې تېره ورځ ترسره شوي، د پکتیکا ولایت د اومنی ولسوالی په مربوطاتو کې دوولس وسله وال وژلي دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د خپلو جنګیالیو د وژنې تائید نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG